محمد طاهر زهير: د هنرمندانو ستونزې څېړو

Anonymous (not verified)
Wed, Mar 10 2021 2:05 PM
محمد طاهر زهير: د هنرمندانو ستونزې څېړو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د هېواد له هنرمندانو سره په غونډه کې د هنرمندانو حالت د اندېښنې وړ وباله او د هغوى پر ملاتړ او د هغوى د لارې پر سر د پرتو ستونزو پر څېړنې یې ټينګار وکړ.
هغه زياته کړه چې د هنر د ترویج، لوړولو او ودې په خاطر بايد د هنرمندانو د نظريو او وړانديزونو پر بنسټ هر اړخيزې او څرګندې طرحې وړاندې شي او د هنرمندانو ستونزو ته د څېړنې لارې چارې وموندل شي.
همدارنګه محمد طاهر زهير له هنرمندانو څخه وغوښتل چې په تېره يوه پيړۍ کې د هېواد د موسيقۍ په اړه تحقيق او څېړنه وکړي.
په دې غونډه کې د هنرمندانو رييس فاروق نبي زاده په هېواد کې د موسيقۍ هنر د تاريخ په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: هنرمندان ښه اقتصادي حالت نه لري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بايد د هغوى ستونزې وڅېړې چې وکولاى شي په ښه ډول هنري او فرهنګي فعاليتونه ترسره کړي.
کابل/ د کب ۲۰ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

Mon, Oct 26 2026 3:38 PM
Background image

MOIC Concludes Three-Day Capacity-Building Seminar for Media Professionals

Bakhtar News Agency, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, concluded a three-day capacity-building seminar for. . .

Mon, Oct 26 2026 3:33 PM
Background image

MOIC Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 14 Jumada al-Awwal 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting  under the chairmanship of the Deputy Minister. . .

Mon, Oct 26 2026 3:31 PM
Background image

MOIC Public Libraries Directorate Signs Cooperation Agreement with DHSA

The Public Libraries Directorate, under the Deputy Ministry for Culture and Arts of the Ministry of Information and Culture, has signed a cooperation agreement entitled “Strengthening. . .

BACK TO NEWS