د کلتوري ميراثونو د ارزښت او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه روزنیز سمینار وړاندې شو
نيمروز کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري لسګونو ځوانانو ته د کلتوري ميراثونو د ارزښت او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه رورنیز سمینار وړاندې شو.
مسؤلینو د یاد سیمینار د جوړولو څخه موخه د دې ولایت د کلتوري میراثونو او تاریخي اثارو په اړه ځوانانو ته معلومات ورکول یاد کړل او ویې ویل: په پام کې ده، چې راتلونکې کې ورته نور پروګرامونه هم جوړ شي.
د سیمینار په لړ کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې اهميت، په دې برخه کې د شته ستونزو د حل او د تاریخي سيمو په اړه معلومات وړاندې شول او د سیمینار وړاندې کوونکو وویل: د کلتوري ميراثونو ساتنه د هر ملت د تاریخي هويت، کلتوري ارزښتونو او ټولنيز يووالي لپاره خورا زیات ارزښت لري ځکه د دې آثارو په وسیله د خلکو د ژوند طرز، دودونه او باورونه ښه درک کېدای شي.
ورته مهال د سیمینار ګډونوالو ياد سمينار ګټور وبلله او د ورته نورو پروګرامونو د جوړېدو غوښتونکي شول.
۱۴۴۷/۷/۲۰ هـ ق
