د ( اخير قرن ) د انځورګرى اثارو نندارتون په ملي نګارستان کې پرانستل شو

Anonymous (not verified)
Sat, Mar 06 2021 1:35 PM
د ( اخير قرن ) د انځورګرى اثارو نندارتون په ملي نګارستان کې پرانستل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد نن د ( اخير قرن ) د انځور ګرى اثارو نندارتون په ملي نګارستان کې پرانست.
د باختر اژانس د خبر له مخې ؛ دغه نندارتون د هماي سبز بنسټ د ملي نګارستان په همکارى د مارچ د اتمې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړ کړې دى .
د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد په خپلو خبرو کې د هماي سبز بنسټ هنرمندانو او د انځورګرى نورو هنرمندانو ته د دغه نندارتون د جوړولو په خاطر مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې د دغه شان نندارتونونو جوړول د انځورګرى هنر د ودې زمينه برابروي.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو هنري برخو د هنرمندانو د استعدادونو د تشخيصولو ، ودې او پرمختيا په لاره کې هلې ځلې کوي.
وروسته د ملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني په خپلو خبروکې د هماي سبزبنسټ هنرمندانو د انځورګرى کارونه په قدرداني سره ياد کړل او ويې ويل چې ملي نګارستان تل د نندارتونونو د جوړولو په برخه کې د هنرمندانو په خدمت کې دى او د هغوى ملاتړ کوي.
دغه راز د هماي سبز د هنري بنسټ رييسې فروزان سلطاني د دغه نندارتون په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل د ( اخير قرن ) د انځورګرى نندارتون د مارچ د اتمې د ښځو د نړيوالې ورځې په درناوي او درشل جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه په دې نندارتون کې د دغه هنري بنسټ د شلو هنرمندانو د انځورګرى ٢٤٤ اثارنندارې ته وړاندې شوي دي چې په آبي رنګ، روغني رنګ او پنسل سره انځور شوي دي.
د مراسمو په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکارانو ډاکتر طارق رشاد او فقير ميوند او يو شمېر نورو مسوولينو د هماي سبز د بنسټ يوشمېر برياليوانځور ګرانوته ستاين ليکونه ورکړل اود مراسمو برخه والو د دغه نندارتون د انځورګرى اثار وکتل.

کابل/د کب ١٦/ باختر

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 27 2026 3:22 PM
Background image

MOIC Commission Inspects Signage and Advertising Boards in Kabul’s District 20

The Commission for the Reform of Signage and Advertising Boards, under the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs, inspected signage and. . .

Mon, Oct 26 2026 3:38 PM
Background image

MOIC Concludes Three-Day Capacity-Building Seminar for Media Professionals

Bakhtar News Agency, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, concluded a three-day capacity-building seminar for. . .

Mon, Oct 26 2026 3:33 PM
Background image

MOIC Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 14 Jumada al-Awwal 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting  under the chairmanship of the Deputy Minister. . .

BACK TO NEWS