د اطلاعاتو او کلتور وزير په مشرۍ د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هيئت ناسته وشوه

wasim_admin
Sun, Dec 21 2025 2:44 PM
..

یکشنبه ( ۳۰ د جمادی الثاني ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ شیراحمد حقاني صاحب په مشرۍ د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کميټې ناسته وشوه، چې پکې د صنعت او تجارت ، د مهاجرينو او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو، د رسنيو مرکز او امنيتي ادارو استازو ګډون کړی وو.
د ناستې پرمهال د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هيئت د فعاليتونو ارزونې تر څنګ د کميټې د غړو له لوري په هيواد کې د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو هيوادوالو لپاره د فعاله پنډغالو د فعاليتونو او خدماتو په اړه معلومات وړاندې شول، د هیئت د غړو په وینا؛ د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو لپاره په مرکز کابل کې هم پنډغالی جوړ شوی، چې د ټاکل شوو کميټو له لوري ورته خدمات وړاندې کېږي، همدا راز د فعاليتونو د ښه تنظيم او ارشيف لپاره نوی ډيټابیس جوړ شوی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ شیراحمد حقاني صاحب د فعاليتونو د ارزونې لپاره د همغږۍ په لا پياوړتیا ټينګار وکړ او ويې ويل: د عامه پوهاوي له لارې دې خيريه بنسټونه او ادارې د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو سره مرستو ته وهڅول شي، همدا راز دې ولس او مسؤل اشخاص په غوره ډول د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو هيوادوالو خدمت ته وهڅول شي.
ښاغلي حقاني صاحب زياته کړه؛ د ااا د ټولو شته امکاناتو څخه په استفادې په رښتيني ډول د مهاجرينو خدمت او چوپړ کوي.

۱۴۰۴/۹/۳۰ هـ ل

تازه ترین اخبار

Sun, Jun 14 2026 1:37 PM
Background image

Historic Sword Donated to the National Museum

A historic sword was formally handed over to the National Museum by Habib Rahman Noori, a resident of Paktia Province, in the presence of Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister of. . .

Sat, Jun 13 2026 8:44 AM
Background image

Cultural Attaché of the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow Participates in Prayer Ceremony for the Palestinian People

Mr. Fazl Elahi Hamza, Cultural Attaché of the Ministry of Information and Culture at the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow, attended a prayer ceremony titled. . .

BACK TO NEWS