د لرغون ‌پېژندنې ریاست پلاوي د لوګر ولایت خروار لرغونې سيمې ته سفر وکړ

wasim_admin
Tue, Oct 07 2025 10:11 AM
....

د لرغون‌ پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د استازي په ملیتا د خروار لرغوني سيمې د سروې او زیان ‌پېژندنې (آسیب ‌شناسي) په موخه یادې سيمې ته سفر وکړ.
د لرغون ‌پېژندنې د رئیس سید ذبیح ‌الله سادات د معلوماتو له مخې، د دغه سفر اساسي موخه د خروار لرغوني سيمې د اوسني وضعیت څېړنه او ارزونه وه، دغه سيمه د لوګر ولایت له مهمو او ارزښتمنو لرغونو سیمو څخه ده، چې د دې ځای د خلکو تاریخي او کلتوري هویت څرګندوي.
ښاغلي سادات زیاته کړه؛ د سروې او تخنیکي څېړنو پر مهال، پلاوي وموندله چې د خروار د کافرکوټ ساحه د لرغونو او ارزښتمنو سیمو له ډلې څخه ده، د لومړنیو څېړنو او پاتې شویو آثارو پر بنسټ څرګنده شوې، چې دغه ساحه د میلادي دوهمې او شپږمې پېړۍ تر منځ وخت پورې تړاو لري، منقول او غیرمنقول آثار یې د دې خاورې د غني تاریخ او کلتور څرګندونه کوي.
د لرغون‌ پېژندنې رئیس د دې لرغوني میراث د ساتنې په برخه کې په امارتي ادارو د همکارۍ ټینګار وکړ او له اړوندو ادارو او مسؤلينو یې وغوښتل چې د لرغونو آثارو د ساتنې په اهمیت عامه پوهاوی زیات کړي، څو د یادې ساحې او آثارو له تخریب څخه مخنیوی وشي.

۱۴۴۷/۴/۱۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS