هلمند کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو له لوري د دې ولايت د امارتي او خصوصي رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست همېشه هڅه کوي، تر څو د سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو ته په هره برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي، په پام کې لرو، تر څو د دولتي او خصوصي سیمه ییزو رسنیو خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې سمینارونه جوړ کړو، تر څو رسنۍ وکولای شي، باکیفیته او معیاري خپرونې ټولنې ته وړاندې کړي.
د همغږۍ په دغه ناسته کې د رسنیو مسؤلینو او ازادو خبریالانو په نوبتي ډول خبري وکړې او ويې ویل: دا مهال تر بل هر وخت خبريالانو لپاره معلوماتو ته لاسرسی اسانه شوی دی.
۱۴۴۷/۱/۲۶ هـ ق
