له یو شمېر ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلینو د یاد ولایت د مرکز ميدان ښار او ولسوالیو څخه راغلیو ځوانانو سره د دوی د ستونزو اوریدلو، فرهنګي چارو کې د ښې همغږۍ رامنځته کولو او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره کړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد د ځوانانو په برخه کې د دې ریاست د لاسته راوړنو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ چې د ځوانانو لپاره یې د وړیا ښوونیز مرکز جوړولو ترڅنګ، په لسګونو ځوانان په ځانګړي تخفیف سره خصوصي ښونیزو مرکزونو ته ورپیژندلي دي.
د نوموړي په وینا؛ د ځوانانو ستونزو ته د رسېدو په موخه یې بېلابېلو ولسوالیو ته رسمي سفرونه کړي دي او ترڅنګ يې هڅه کوي، چې په ټولو ولسوالیو کې د ځوانانو شورا ګانې جوړې او له ځوانانو څخه د هېواد ابادولو برخه کې کار واخلي.
يادو ځوانانو هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هر اړخیزو همکاریو څخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او غوښتنې يې له مسئولینو سره شریکې کړې، چې د مسؤلینو له لورې ورته د ستونزو د حل او د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکول شو.
۱۴۴۶/۱۲/۲۷ هـ ق
