د ملي موزيم د نوي ودانى کميټې غونډه وکړه

Anonymous (not verified)
Wed, Dec 02 2020 11:33 AM
د ملي موزيم د نوي ودانى کميټې غونډه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ نن د ملي موزيم د نوي ودانۍ د کميټې غونډه جوړه شوه.
د باختر اژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې پوهاند باوري د ملي موزيم ودانۍ د پروژې د کار په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د ملي موزيم د نوي ودانى کار د طرحې او ديزاين په پړاو کې دى. هغه وويل دغه ودانۍ د دارالامان په دولتي کمپلکس کې د اته جريبه ځمکې په ساحه کې د يوې اسپانوي کمپنى له خوا طرحه او ديزاين شوې ده. دغه راز پوهاند باوري د جمهوري رياست له عملياتي ادارې وغوښتل چې د فرهنګي ميراثونو د ملي لابراتوار د جوړولو په خاطر لس جريبه ځمکه چې د ملي موزيم تر څنګ موقعيت لري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورکړي .
وروسته د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي د ملي موزيم د نوي ودانۍ د پروژې د کار او دغې ودانى ته د مرستو د راټولولو د څرنګوالې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل د نوي ودانۍ د جوړولو کار په ٢٠١١ ميلادي کال کې پيل شوې و. هغه زياته کړه د ځينو ستونزو له امله د دغې پروژې کار د يوې مودې لپاره وځنډول شو او په ٢٠١٧ ميلادي کال کې د هغه د طرحې او ديزاين کار بيا پيل شو او د طرحې او ديزاين د دوو پړاونو له بشپړېدو وروسته اوس په دريم پړاوکې دى .
په دې غونډه کې د جمهوري رياست د عملياتي ادارې استازي د ملي موزيم د نوي ودانۍ د ديزاين په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه پروژه د يوې اسپانوي کمپنى له خوا ديزاين شوې ده چې پرمختيايي ديزاين، تفصيلي ديزاين او د سندونو سپارل پکې شامل دي.  هغه وويل چې د ملي موزيم دغه ودانۍ په نړيوالو معيارونو سره جوړېږي چې اداري خونې، د نندارتون سالون ، د منلو يا پذيرش دفتر، د اثارو زيرمه، د کنفرانس سالون، کتابتون، د ډوډۍ خوړلو سالون او پارکينګ به پکې شامل وي .
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د کميټې غړي دې راتلونکې اوونۍ په دې اړه تخنيکي خبرې اترې وکړې.
کابل / دليندى ١٢مه /باختر

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS