میدان وردګ او لغمان ولایتونو کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې
د میدان وردګ او لغمان ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو، حکومتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې.
د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد د ښې همغږۍ او د اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم نشراتو له امله د رسنیو له مسؤلینو څخه مننه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې د قربانۍ د احکامو، ناوړه اوغیر شرعي رواجونو د مخنیوي، د امیرالمومنین حفظه الله تعالی د اختریز پیغام او د پاک چاپېریال ساتلو په اړه ځانګړې خپرونې جوړې کړي.
دغه راز د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: رسنۍ د اسلامي شریعت او الهي احکامو د خپرولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه پر وخت تر مسؤلینو رسولای شي.
نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال نړیوال د تبلیغاتو او سړې جګړې پرمخ وړلو لپاره تر ډېره له رسنیو څخه ګټه اخلي، د رسنیو مسؤلین دې د اسلامي شریعت د اصولو په پام کې نېولو سره د نظام د پیاوړتیا او خلکو د هوساینې لپاره له دې لارې استفاده وکړي ترڅو د بهرنیو دسیسو مخنیوی وشي.
ورته وخت کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د دایمي همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي شریعت په رڼا کې به خپل فعالیتونه ته دوام ورکوي او هڅه به کوي چې د اسلامي امارت او مشرانو ریښتینی انځور تر خلکو ورسوي.
۱۴۴۶/۱۲/۶ هـ ق
