محمد طاهر زهير: سفيران د افغانستان د ملي فرهنګ او هويت په منعکس کولو کې ارزښتناک رول لري

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 30 2020 12:03 PM
محمد طاهر زهير: سفيران د افغانستان د ملي فرهنګ او هويت په منعکس کولو کې ارزښتناک رول لري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په ايټاليا کې د افغانستان له سفير خالد احمد زکريا سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړى خالد احمد زکريا سيمې او نړۍ ته د افغانستان د اصيل فرهنګ په معرفي کولو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کليدي رول او په بېلاېيلو برخو کې يې د افغانستان او ايټاليا ترمنځ د فرهنګي اړيکو د ودې او ټينګښت په اړه خبرې وکړې. هغه د ملي موزيم، د فلم صنعت، ټلويزيون، مستند جوړولو، ارکستر، موسيقۍ او د باختر خزانې او طلا تپې د آثارو د نندارتون په برخو کې د ايټاليا د چمتو والي په اړه هم معلومات ورکړل.
په ايتاليا کې د افغانستان نوي ټاکل شوي سفير دغه راز په راتلونکي کال کې د افغانستان او ايټاليا د ډيپلوماتيکو اړيکو د ۱۰۰ مې کاليزې د نمانځنې خبر ورکړ. وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په ايټاليا کې د افغانستان د سفير په توګه خالد احمد زکريا ته د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د څلورو مشخصو ټکو (د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم، د باختر خزانې نندارتون د جوړولو او د فرهنګي تبادلاتو او د رسنيو او د فلم صنعت) په اړوند خبرې وکړې او هغه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د ودې او پراختيا لپاره بستر وباله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم په اړه د ايټاليا پر همکارۍ چې په دې برخه کې مخکښه ده، ټينګار وکړ او د افغانستان د باميانو او د ايټاليا د متيرا ښار د (خورلڼۍ) هوکړه ليک په اړه یې په ايتاليا کې د افغانستان سفير ته معلومات ورکړل او ايټاليا يې سرخلاصی موزيم وباله. محمد طاهر زهير دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د يو رسمي هوکړه ليک له مخې د باختر خزانې نندارتون د جوړولو، د ملموسو او غير ملموسو فرهنګي ميراثونو په برخه کې د سمينارونو د جوړولو او د رسنيو په برخه کې د روزنيزو پروګرامونو په اړوند خبرې وکړې.

کابل / د لیندۍ ۱۰ مه / باختر
 

تازه ترین اخبار

Sun, Jun 14 2026 1:37 PM
Background image

Historic Sword Donated to the National Museum

A historic sword was formally handed over to the National Museum by Habib Rahman Noori, a resident of Paktia Province, in the presence of Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister of. . .

Sat, Jun 13 2026 8:44 AM
Background image

Cultural Attaché of the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow Participates in Prayer Ceremony for the Palestinian People

Mr. Fazl Elahi Hamza, Cultural Attaché of the Ministry of Information and Culture at the Embassy of the Islamic Emirate of Afghanistan in Moscow, attended a prayer ceremony titled. . .

BACK TO NEWS