د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه په هلمند کې د یو خبریال پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه

Anonymous (not verified)
Thu, Nov 12 2020 11:38 AM
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه په هلمند کې د یو خبریال پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه په هلمند کې د آزادۍ راډیو د سیمه ییز خبریال محمد الیاس داعي وژل کېدل وغندل.

د آزادي راډیو سیمه ییز خبریال محمد الیاس داعي د سپرلۍ پر موټر د چسپکي ماین په چاودنه کې ژوند بایلود. په دې پېښه کې د محمد الیاس داعي ورور چې د دویچې ویلې سیمه ییز خبریال دی، له یو بل کس سره ټپي شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خبریالانو پر خلاف دغه برید غندي او د جګړې له لوریو غواړي  پرېږدي چې خبریالان خلکو ته په اطلاع رسولو کې خپل مسوولیتونه له هر ډول ګواښ پرته سرته ورسوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د محمد الیاس داعي پړ مړینې خواشیني  څرګندوي او داعي ته د فردوس جنت، کورنۍ او خپلوانو ته یې او همدارنګه د هېواد رسنيو ته د جمیل صبر هیله کوي.

کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS