د زرنج ښار له یو شمېر لیکوالانو او کلتورپالو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
Sun, Feb 23 2025 9:53 AM
dfgh

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مفتي حبیب ‌الله الهام په مشرۍ د کلتوري پروګرامونو د پراختیا او په دې برخه کې د لا زیاتو خدمتونو د ترسره کولو په موخه د زرنج ښار له یو شمېر لیکوالانو او کلتورپالو سره د همږغۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د ټولنې د هر پیاوړي او مستعد وګړي وظیفه ده، تر څو د ټولنې د پراختیا او کلتوري ودې لپاره تر خپل توانه هلې ځلې وکړي.
نوموړي زیاته کړه؛ له دا ډول ناستو څخه مو موخه د کلتورپالو او د نظر د خاوندانو څخه په کلتوري او ادبي برخه کې د لا زیاتو نوښتونو رامنځته کولو په پار نظر او مشوره غوښتل دي، تر څو په ګډه وتوانېږو د ټولنې په ځانګړي ډول د ځوان قشر لپاره ګټور او مثمر خدمات وړاندې کړو.
د غونډې ګډونوالو کلتورپالو، علمای ‌کرامو او تجربه لرونکو استاذانو د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له فعاليتونو څخه د مننې ترڅنګ، د دغه رياست د پروګرامونو د لا ښه والي لپاره خپل وړانديزونه او نظرونه وړاندې کړل.
همدا راز په یاده غونډه کې د کلتوري، فکري او اصلاحي پروګرامونو (د مطالعې کلتور ته وده ورکول، د کتابونو نندارتونونه، د تاریخي کلاګانو، او د اسلامي کلتور معرفي کول)  په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه او د دې غونډو پر دوام ټینګار وشو.

۱۴۴۶/۸/۲۴ ق
۱۴۰۳/۱۲/۵ ل

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS