د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین او ورسره مل پلاوي پکتيا ولايت ته سفر وکړ

panah_admin
Thu, Feb 06 2025 11:08 PM
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت اللّٰه جمال، د مقام د دفتر رئيس احسان اللّٰه حسان، د کارکوونکو چارو رئيس مولوي نقيب الله نعمان او ورسره مل پلاوي پکتيا ولايت ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست له چارو څخه د ليدنې په موخه سفر وکړ او د ياد ولايت له مرستيال والي شيخ انعام اللّٰه صلاح الدين او د اطلاعاتو او کلتور له رئيس قاضي ثواب جان اسلاميار سره يې د ليدنې تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارې هم له نږدې وکتلې.

ښاغلي جمال له مرستيال والي سره د ليدنې په ترڅ کې وويل: دغه ولایت ته یې د سفر موخه د ولایت مقام، اطلاعاتو او کلتور ریاست او ټولو ادارو ترمنځ د شته همږغۍ لا پیاوړتیا او چارو څخه لیدنه ده، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور رياست د کړنو د غوره تر سراوي برخه کې د ولايت مقام له هر اړخيزو همکاريو مننه وکړه او زياته يې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور رياست بايد د رسنيو، ځوانانو، د ادارو ترمنځ د همغږۍ او نورو برخو کې ښه خدمات وړاندې کړي.

د پکتیا مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او په یاد ولایت کې يې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ، دغه راز يې د ښوونځيو د زده کوونکو او ځوانانو لپاره د سمينارونو د زياتوالي غوښتنه وکړه او د اطلاعاتو او کلتور رياست د احاطې او سرسبزۍ په جوړولو  يې ټینګار وکړ.

د لیدنې په ترڅ کې د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ثواب جان اسلام یار وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست چارې په ټولو برخو کې په ښه او منظمه توګه روانې دي، کوښښ کوو چې د سیلانیانو لپاره آسانتياوې رامنځته کړو.

ښاغلي اسلاميار د رياست د مسجد جوړولو، جهادي موزيم او د ‌ګرديز د بالاحصار د بيارغونې غوښتنه وکړه.

پلاوي همدا شان د اطلاعاتو او کلتور ریاست عامه کتابتون، ملي موزیم، ګالرۍ او اداراتو څخه لیدنه وکړه، د دغه ریاست کړنې یې مثبتې وارزولې او یاده یې کړه، چې په هره برخه کې به یې لاسنیوی وکړي، د دوی اړتیاوو، وړاندیزونو او غوښتنو ته به د شته امکاناتو پر مټ رسیده ګي وکړي.

۱۴۴۶/۸/۷ ق

۱۴۰۳/۱۱/۱۸ ل

تازه ترین اخبار

Sat, Oct 17 2026 2:19 PM
Background image

Ministry of Information and Culture Holds Youth Seminar in Samangan

The Ministry of Information and Culture’s Director of Youth Affairs held a seminar titled “The Role of Youth in Strengthening the Islamic System” for around 200 young people during an. . .

Sat, Oct 17 2026 1:09 PM
Background image

Public Awareness Meeting Held in Balkh on Decree No. 17 and Drug Prevention

The Balkh Provincial Department of Information and Culture, in cooperation with the Alborz Scientific and Cultural Organization, held a large public gathering in Mazar-i-Sharif to. . .

Sat, Oct 17 2026 11:10 AM
Background image

Bakhtar News Agency head Visits Temporary Camp for Returnees in Kabul

Mawlawi Ehsanullah Hassan, head of Bakhtar News Agency and head of the Refugee Public Awareness Committee, and Mawlawi Shamsullah Zubair, head of the Kabul Provincial Department of. . .

BACK TO NEWS