د اطلاعاتو او کلتور رئیس له خطاطانو سره ناسته وکړه
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس مولوي شمس الدين محمدي د دې ولایت له نامتو خطاطانو سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې مولوي محمدي د خطاطۍ هنر پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ویل: خطاطي د اسلامي هنرونو له مهمو برخو څخه ده، چې د دینی او کلتوري مفاهیمو په انتقال کې اساسي رول لري، نوموړي ټینګار وکړ، چې دا ارزښتناک هنر باید تل وستایل شي او ملاتړ یې وشي.
ښاغلي محمدي زياته کړه؛ چې یاد ریاست د خطاطانو او هنرمندانو د ملاتړ لپاره چمتو دی او په راتلونکي کې به د کلتوري فعالیتونو او نندارتونونو د ترسره کولو لپاره لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي، هغه له خطاطانو وغوښتل، چې د خپل هنر له لارې د اسلامي او ملي کلتور ترویج ته کار وکړي.
خطاطانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ملاتړ څخه مننه وکړه او د هنري او کلتوري همکاریو د لا پراخولو لپاره يې چمتووالی وښود.
۱۴۴۶/۸/۷ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۸ ل
