د اطلاعاتو او کلتور رئيس له نای کلا څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۲:۲۰
dd

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار د غزني له مشهورې تاريخي نای کلا څخه لیدنه وکړه.
له نای کلا څخه د ليدنې پرمهال ملا حميدالله نثار وويل: ياده کلا چې د غزنويانو دورې مشهوره زندان و، د دې له امله چې د غرونو په منځ کې موقعيت لري، د تاريخ پوهانو له لوري پرې ډيرې څېړنې نه دي شوي.
د نوموړي په وينا نای کلا په خپل وخت کې له داسې دېوالونو برخمنه وه، چې د دښمن له لوري يې نيول ناممکن و، اوسني نيمه لوېدلي دېوالونه يې د دې ښکارندويي کوي چې څومره کلک او مضبوط جوړ شوي دي.
ښاغلي نثار زياته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پام کې لري، چې د غزني ولايت ټول تاريخي آبدات بیا ورغوي او د سيلانيانو لپاره يې د سياحت او ليدلو وړ ځايونو باندې بدل کړي.
د يادونې وړ ده، چې د تاريخي رواياتو په اساس دا کلا د غزنویانو په دوره کې د زندان څخه علاوه، د موزيم په ډول هم استفاده کېده او د وخت قيمتي سرمايې او جنګي غنيمتونه هم همدلته ساتل کېدل.

۱۴۴۶/۵/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۲ هـ ل

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۸
Background image

کتیبه‌‌های سنگی باستانی در ولسوالی جغتو کشف شده‌اند

هیأت فرهنگی ریاست‌ اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان وردگ از کتیبه‌‌های سنگی باستانی قریه کمال باباخیل سپرگین ولسوالی جغتو که از سوی یک تن از باشندگان محل پیدا شده‌بود، بازدید نمود.
باشندگان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات از لوحه‌های شهر کابل نظارت کرد

کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات وزارت اطلاعات و فرهنگ به سلسله برنامه های ساحوی خویش از لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات منطقه سه راهی علاءالدین (ناحیه ششم) نظارت نمودند.
در آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۴۵
Background image

راه‌اندازی پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله خان لوگری

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله لوگری درمورد ارزش و اهمیت مطالعه، فرهنگ اصیل آثار و میراث‌های فرهنگی برگزار کردند.
مسوولان ریاست. . .

BACK TO NEWS