د کتاب او کاغذ پلورونکو، خپرندوی ټولنو او مطبعو ستونزو ته د رسیدګۍ کميټې دريمه ناسته ترسره شوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۱:۴۲
منخته

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند بیهقي کتاب خپرولو رياست کې د کتاب پلورونکو، خپرندوی ټولنو، مطبعو، کاغذ پلورونکو او توليدوونکو ستونزو ته د رسیدګۍ کميټې دريمه ناسته د ياد رياست د رئيس مولوي عبدالعلیم ځانواک په مشرۍ ترسره شوه.
یاده ناسته کې د کتاب پلورونکو، خپرندوی ټولنو، مطبعو، کاغذ پلورونکو او توليدوونکو په ستونزو بحث او د نظرياتو تبادله وشوه، چې د کميټې د غړو له لوري د نظرياتو او بحثونو تر وړاندې کولو وروسته د کميټې مشر ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت رهبري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرندوی ټولنو، کتاب، کاغذ پلورونکو او مطبعو ستونزو ته د حل لارو  پيدا کولو لپاره ژمن دي، تر څو په هره ممکنه لار د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي. 
همدا راز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، د خصوصي ناشرانو، کتاب پلورونکو او مطابعو لپاره د خصوصي فرهنګي مارکيټ جوړولو وړانديز د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي، د خصوصي ناشرانو او کتاب پلورونکو لپاره د جواز ورکولو بهير پيل شي، په خامو موادو د ګمرکي محصول د معافیت يا هم تخفیف پروسه شروع شي، د کتاب اړوند چارو په ځانګړي ډول د صحافت په برخه کې د زده کړو آسانتيا او هم په تحصيلي سکتورونو کې د صحافت ځانکړی ډيپارټمنټ رامنځته شي، د اړتیا وړ کتابونو لپاره د لوجستیکي شرکتونو پر ځای د خصوصي ناشرانو سره قرارداد وشي، د مدارسو کتابونه باید د خصوصي ناشرانو له لوري برابر شي او د نړیوالو بنسټونو له لوري چې کوم کتابونه د تحصيلي ادارو لپاره برابريږي، باید له خصوصي ناشرانو سره يې قراردادونه وشي.
یاده ناسته د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۶/۵/۹ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۱ هـ ل

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۲۰:۵۰
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ولسوالی چرخ

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر نمایشگاه یک روزهٔ کتاب را در بازار ولسوالی چرخ این ولایت راه‌اندازی کرد که در جریان افتتاح نمایشگاه مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ، جوانان و شاگردان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۲۰:۳۹
Background image

وعده تقویت و گسترش کتاب‌ها، تحقیقات علمی و هنر اسلامی میان افغانستان و اندونیزیا

چهارشنبه مورخ(۲۱ ذوالحجه ۱۴۴۶) مولوی عتیق الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ با آقای نندا ایوالست شارژدافیر سفارت جمهوری اسلامی اندونیزیا در کتاب‌خانه‌عامه دیدار کرد.

در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۶:۵
Background image

رسانه‌ها آیینه جامعه اند؛ باید با دقت و امانت‌داری وقایع را بازتاب دهند

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت سمنگان نشست هماهنگی با خبرنگاران، مسوولان رسانه‌ها و سخن‌گویان ادارات امارتی در حضور مولوی دادخدا خادم معاون مقام ولایت سمنگان، مولوی فیروز‌الدین منیب رییس. . .

BACK TO NEWS