هلمند کې عامه کتابتون ته ۷۶۷ ټوکه کتابونه ډالۍ او له دوو ښوونيزو مرکزونو سره هوکړه ليکونه لاسليک شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۶:۹
۳۴ث۵ق۷

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند هلمند عامه کتابتون ته ٧٦٧ ټوکه کتابونه چې د مرحوم الحاج مولوي محمد حنفي صاحب له لوري لیکل شوي وه، د محب الله محبت له لوري ډالۍ شول.
د عامه کتابتون مدیر محسن عمري د ښاغلي محبت څخه مننه وکړه، چي د خپل مرحوم پلار له لوري لیکل شوي کتابونه یې عامه کتابتون ته ډالۍ کړل.
نوموړي وویل: دې کتابونو کې دیني، اسلامي او اصلاحي کتابونه شامل دي، چې په یادو برخو کې به د عامه کتابتون تشه ډکه کړي او لوستونکي به وکولای شي، چې د یادو کتابونو څخه خپل معلومات پوره کړي.
د یادوني وړ ده، چې مخکي هم د هیوادوالو له لوري هلمند عامه کتابتون ته بېلا بېل کتابونه ډالۍ شوي دي، چي د یاد مدیریت له لوري ثبت او په ټاکل شویو ځایونو کي ځای پر ځای شوي دي.
بل لور ته د ځوانانو چارو آمر مولوي حیات الله یوسف د ذکي خصوصي ښوونیز مرکز مسؤل حبیب الله ذکي او خپلواک درمان د ساینسي علومو ښوونیز مرکز له مسؤل نور الدین خپلواک سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړه.
یادو مسؤلینو د هوکړه ليکونو د لاسلیکولو پر مهال په دایمي همکاریو او د ټولنې پر خدمت کولو هر اړخیز  بحث وکړ.
یادو هوکړه لیکونو کې ویل شوي، چي ذکي خصوصي ښوونیز مرکز به هغه زده کړیالانو ته چې د ځوانانو چارو امریت له لوري ورپېژندل کیږي، د انګليسي ژبې زده کړو کې ۳۰ سلنه تخفیف ورکوي.
همداراز د خپلواک درمان ساینسي علومو ښوونیز مرکز سره په هوکړه لیک کي ویل شوي چي د یاد امریت له لوري ورپېژندل شويو زده کوونکو ته به په کانکور امادګۍ او د ساینسي علومو زده کړو کې ۵۰ سلنه تخفیف ورکوي.

۱۴۴۶/۳/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۳ هـ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۱
Background image

برگزاری برنامه آموزشی پیرامون مزایای نظام اسلامی و خلقت انسان از دیدگاه دینی

ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر برنامه آموزشی یک‌روزه را تحت عنوان «مزایای نظام اسلامی و خلقت انسان از دیدگاه دین مبین اسلام» برای ده‌ها جوان این ولایت برگزار کرد.
مولوی نصرالله ملک‌زاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۲
Background image

بازدید رییس اطلاعات و فرهنگ بامیان از شهر باستانی ضحاک این ولایت

قاری سید مصطفی صالح رییس اطلاعات و فرهنگ بامیان از وضعیت عمومی شهرضحاک که یکی از مشهورترین ساحات تاریخی بامیان می باشد بازدید و نظارت کرد.
قاری صالح اظهار داشت که ریاست اطلاعات و فرهنگ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۵۵
Background image

استادان و محصلان پوهنتون کابل با رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت نورستان دیدار کردند

استادان و محصلان بخش باستان‌شناسی پوهنتون کابل به سرپرستی پوهاند عصمت الله عثمانی در جریان سیر علمی به ولایت نورستان با رییس اطلاعات و فرهنگ این ولایت دیدار نمودند.
پوهاند عصمت الله. . .

BACK TO NEWS