د اطلاعاتو او کلتور رئیس د ملي راډیو ټلویزیون له نشراتو ليدنه وکړه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۶:۹
qs

د ميدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي حبيب الله مجاهد او د اطلاعاتو آمر  نجیب الله فکرمن د ملي راډیو ټلویزیون له نشراتو ليدنه وکړه.
مولوي حبيب الله مجاهد وويل: دغه ليدنه له رسنيو څخه د نظارت په موخه تر سره کيږي، تر څو له دوی سره د یاد ریاست همغږي او همکاري لانوره پیاوړې شي او د شته ستونزو د حل لپاره لازمې لارې چارې ولټول شي.
همدا راز د ملي راډیو تلویزیون آمر قاري احسان الله کلیوال وویل: ملي راډيو تلويزيون اوس مهال ۱۶ ساعته نشرات کوي چې ۵ ساعته یې خپل او پاتې له مرکز څخه د شريعت غږ او ملي راډيو تلويزيون نشرات خپروي
د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر نجیب الله فکرمن وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت به ډېر زر ټولو ژورنالستانو ته د پېژندنې ځانګړي کارتونه جوړ کړي، تر څو دوی ته د کارکولو پر مهال آسانتیاوې رامنځته شي.
 د يادونې وړ ده، چې د ميدان وردګو ولايت ملي راډيو تلويزيون پياوړي نشرات لري، چې تېر کال یې د هېواد په کچه د غوره نشراتو په برخه کې دوهم مقام تر لاسه کړ.

۱۴۴۶/۲/۲۳ هـ ق
‍‍۱۴۰۳/۶/۶ هـ ل

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

سهولت‌های لازم به سیاحان در ننگرهار فراهم شده‌است

مولوی ذبیح الله نورانی رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت ننگرهار در نشست هماهنگی با مسوولان شرکت‌های سیاحتی بیان داشت که ولایت ننگرهار به سطح کشور یکی از ولایات دارای ساحات تفریحی و تاریخی است. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

بازدید از ساحات باستانی و جاذبه‌های سیاحتی ولسوالی نجراب کاپیسا

احسان‌الله حسان رییس دفتر مقام وزارت اطلاعات و فرهنگ کشور به همراهی هیأت به هدف بررسی چالش‌ها و مشکلات فرا راه سیاحان از جاذبه‌های طبیعی و ساحات باستانی ولسوالی نجراب بازدید کردند.
رییس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۸
Background image

سیمینار آموزشی سه روزهٔ (بهبود روند کار و تقویت سیستم‌های اداری) به کارمندان اجرائیه آغاز شد

شنبه مورخ(۲۴ ذوالحجه‌الحرام ۱۴۴۶)آمریت ارتقاءظرفیت و انکشاف اداره ریاست امور کارکنان معینیت گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ سیمینار سه روزه آموزشی به مدیران اجرائیه ریاست. . .

BACK TO NEWS