په لومړي ځل د لوګر ازرې ولسوالۍ کې مشاعره وشوه

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په لومړي ځل ازرې ولسوالۍ کې د فرهنګي خوځښت ترعنوان لاندې مشاعره جوړه شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل: د ویاړ احساس کوو، چې د پوره امن فضا کې د لوګر لرې پرتې ازرې ولسوالۍ کې له ځوانانو سره یو ځای مشاعره کې ګډونوال یو، نوموړي زیاته کړه؛ په ادبي برخه کې د ځوانانو د تندې د خړوبولو، د فرهنګي او علمي پروګرامونو د لا غښتلي کولو لپاره یو لړ نور پلانونه هم ترلاس لاندې لري.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس پر ځوانانو او شاعرانو غږ وکړ، چې د فرهنګي خوځښت په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره بشپړه همکاري وکړي.
دغه راز د مشاعرې په لړ کې د ولایت په کچه مشهورو شاعرانو عباس ازره وال، قاري محمد ناصر ناصح او ګڼو نورو شاعرانو خپل ترتیب کړي شعرونه، نظمونه او ترانې له ګډونوالو سره شریک کړل.
د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د سنځل ګل کلنۍ دودیزه مشاعره د ګڼو دولتي مسؤلینو او د هېواد په کچه د مشهور شاعرانو، ترانه ویونکو او زرګونو تنو عامو ولسونو په ګډون په مرکز پل علم ښار کې تر سره شوې وه.
۱۴۴۶/۲/۴ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۱۸ هـ ل