هلمند ښوونیز مرکز کې د پنځمې دورې وروستۍ ازموینه واخېستل شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د هلمند ښوونیز مرکز ۴۲۰ تنو زده کوونکو څخه د کمپیوټر د وینډوز، ورډ، پاورپواينټ، ایکسل او انټرنېټ په برخو کې د پنځمې دورې وروستۍ ازموینه واخیستله.
د ازموینې په صحنه کې د ځوانانو چارو آمر، ښوونکو او یو شمېر مسؤلینو ګډون درلود.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر د ښوونکو له هڅو څخه مننه وکړه او ویې ویل: دې ځوانانو ته په يادو شويو برخو کې د مسلکي او باتجربه استاذانو له لوري شپږ مياشتې زده کړې ورکړل شوې وې، دغه ښوونیز مرکز کې يې د هلمند ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړېدو زمينه برابره کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله هلمند ښوونیز مرکز شاوخوا زر تنه فارغین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
۱۴۴۶/۱۰/۱۸ ق