د اطلاعاتو او کلتور رياست او سبا د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د سکالرشيپونو هوکړه لاسليک شوه
چهارشنبه ( ۲۶ د ذوالحجې۱۴۴۵ ) کندهار ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست او سبا د لوړو زده کړو مؤسسې تر منځ په اقتصاد او کمپيوټر ساينس پوهنځيو کې د ۲۰ سکالرشيپونو هوکړه ليک لاسليک شو.
د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد وايي: ۱۰ سکالرشپيپونه په اقتصاد پوهنځي کې په ۷۵ سلنه او ۱۰ سکالرشيپونه په کمپيوټر ساينس پوهنځي کې په ۶۰ سلنه تخفيف د سبا د لوړو زدکړو مؤسسې له لوري اطلاعاتو او کلتور رياست ته ورکړل شول.
نوموړي زياته کړه؛ علاقمندان کولای شي، د ۱۴۰۳ ل کال د اتلسم دور کانکور آزمويني لپاره د ځوانانو چارو آمريت څخه د ځانګړي مکتوب له لاري نوم ليکنه وکړي.
۱۴۰۳/۴/۱۴ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۴ ميلادي
