د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس له نوښتګرو ځوانانو سره وکتل
یکشنبه (۱۰ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدالله متقي په خپل کاري دفتر کې له يو شمېر نوښتګرو ځوانانو سره چې ځيني برقي وسایل يې جوړ کړي وو، وکتل.
داطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدالله متقي د يادو ځوانانو سره د ليدنې پرمهال ددوی د تشويق تر څنګ وويل: د ا.ا.ا. د ځوانانو ملاتړی دی او دې برخه کې له هيڅ راز هڅو ډډه نه کوي.
ښاغلي متقي ياد ځوانان د کاري سهولتونو د لاسته راوړلو په خاطر د تخنيکي او مسلکي زده کړو انسټيټيوټ ته وروپېژندل او ويې ويل: ځوانان د ټولنې د ملا د تير حيثيت لري، باید د بیلابيلو پرمختګونو زمينه ورته برابره کړل شي.
ځوانانو وويل: راتلونکي کې هڅه کوي، چې بيلابيل مجهز وسایل جوړ کړي، تر څو په مختلفو فعاليتونو کې ورڅخه کار واخستل شي.
۲۰۲۴/۵/۱۹ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۳۰ ھ ش
