د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير پرون د بېلابېلو رسنيو له مسوولينو سره د پېژندګلوۍ او مشورتي غونډه جوړه کړه.

moic_admin
خميس, يونيو 25 2020 4:20 مساء
Media

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د اطلاع رسونې په برخه کې د رسنيو له کارونو څخه په قدردانۍ سره وويل: دغه غونډه د مطبوعاتو او د رسنيو د کارکوونکو مقام ته د درناوي په موخه جوړه شوې ده.

هغه زياته کړه: موږ په داسې هېواد کې ژوند کوو چې په واقعي توګه فرهنګي کارونو ته محدود امکانات شته او له ٤٠ کلونو راپدېخوا فرهنګ او فرهنګي کارونه څنډې ته تللي او ځنډول شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې غواړي فرهنګ په متن او لومړيتوب کې راشي او په دې لاره کې يې د رسنيو همکارۍ او هڅې اغېزمنې وبللې.

هغه زياته کړه: موږ په تېرو څه ناڅه ٢٠ کلونو کې په هېواد کې د زيات شمېر رسنيو د رامنځته کېدو شاهدان يوو، خو د رسنيو اغېزمنتوب په هغه ډول چې بايد واى، نه دى او د فرهنګي وياړونو او فرهنګي ميراثونو د ژوندي کولو په برخه کې د پخوا په شان اغېزمن کار نه دى ترسره شوى.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د فرهنګي وضعيت د ښه والي او په دې برخه کې له موجودو ستونزو څخه د وتلو لپاره د رسنيو د کارکوونکو نظريې، طرحې، پيشنهادونه او همکاري اغېزمنه وبلله.

دغه راز هغه زياته کړه: په دې وروستيو کې د ټوليزو رسنيو قانون د تعديل بحث، ځينې اندېښنې را پيدا کړې دي، د هېواد جمهوررييس د کابينې په ناسته کې په دې اړه څرګنده کړې ده چې په وروستيو ٢٠ کلونو کې په افغانستان کې د بيان آزادۍ له مهمو لاسته راوړنو څخه ده او هېڅوک نه شي کولاى هغه اغېزمنه کړي.

محمد طاهر زهير زياته کړه چې د ټوليزو رسنيو قانون يوځل بيا د جمهوري رياست د دويم مرستيال او د رسنيو د کارکوونکو تر نظر لاندې بحث ته وړاندې کېږي او هغه څه چې د رسنيو د کارکوونکو او ستاسو د ليدلورى نتيجه وي؛ له پامه به و نه غورځول شي.

په دې غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس عين الدين بهادري، بصير معروف، نعمت رحيمي، د کابل کليد راډيو مسوولې خالدې تحسين، د افغانستان د ژورناليستان شورا رييس حفيظ الله بارکزي، د افغانستان خبريالانو د فدراسيون غړى محمد ضيا بوميا او د ژورناليستانو د مالي ملاتړ صندوق مسوول محمد آصف وردګ په ترتيب سره، د رسنيز کار او د رسنيو پر وړاندې د ستونزو، د رسنيو او د رسنيو د کارکوونکو د امنيت د تامين د اړتيا، په هېواد کې د فرهنګي ستراتيژۍ نشتوالى او د فرهنګي برخو د ښه والي په اړوند خبرې وکړې.

دغه راز هغوى ټينګار وکړ چې د ټوليزو رسنيو قانون، د رسنيو اوسنيو اړتياوو ته ځواب ورکوونکى دى او بايد تعديل نشي.

Rasana

 

تازه ترین اخبار

أحد, يونيو 21 2026 12:07 مساء
Background image

قاعات المكتبة العامة تواصل استقبال روادها حتى العاشرة ليلًا

أعلن رئيس المكتبات العامة، الدكتور رفيع الله صميم، تمديد ساعات عمل قاعات المطالعة في المكتبات العامة حتى الساعة العاشرة ليلًا، بهدف توسيع نطاق الخدمات المقدمة للباحثين والطلاب ورواد. . .

سبت, يونيو 20 2026 2:35 مساء
Background image

نائب وزارة الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون يعود الأديب والباحث البارز الأستاذ محمد آصف صميم للاطمئنان على صحته

قام نائب وزارة الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، المولوي عتيق الله عزيزي، بزيارة الأديب والباحث والناقد المعروف الأستاذ محمد آصف صميم في منزله، للاطمئنان على صحته، وتقديرًا. . .

خميس, يونيو 18 2026 12:58 مساء
Background image

قيادات وزارة الإعلام والثقافة تعايد الأستاذ حبيب الله رفيع وتُشيد بإسهاماته العلمية والثقافية

قام عدد من كبار مسؤولي وزارة الإعلام والثقافة بزيارة الأديب والمؤرخ والباحث البارز الأستاذ حبيب الله رفيع في منزله، للاطمئنان على صحته، وتقديرًا لإسهاماته العلمية والثقافية، وتكريمًا له. . .

BACK TO NEWS