د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو کال کړه وړه او لاسته راوړنې وړاندې شوې

مجهول (لم يتم التحقق)
ثلاثاء, مارس 17 2020 8:58 صباحا
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو کال کړه وړه او لاسته راوړنې وړاندې شوې


د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د دغه وزارت  د١٣٩٨ کال کړه وړه او لاسته راوړنې وړاندې کړې
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ملت ته د دولت د ځواب ورکولو په پروګرام کې د دغه وزارت  د١٣٩٨ مالي کال کړه وړه او لاسته راوړنې  وړاندې کړې.
حسينې ساپۍ وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کاري ټيم  دغور د جام څلي  د ټينګښت په کار بوخت دى  او دغه څلى  له خطرڅخه  خوندي شوى دى.
هغې زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې په موخه له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده کوي.
هغې وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو او رسنيو، فرهنګ او هنر ،ګرځندوى او ځوانانو په برخو کې فعاليت کوي.
په ١٣٩٨ کال کې دغه وزارت ١٦پرمختيايي پروژې پلې کړې دي  چې له دې جملې څخه: ٧ ساختماني پروژې، د تاريخي آبداتو په برخه کې ٦ پروژې ( په قندهارکې د ميرويس نيکه د مقبرې ترميم، په فارياب کې د اقينه ډنډ ترميم ، په لغمان کې د سراج کلا د دويم فاز اساسي ترميم،  په کابل کې د امير عبدالرحمن خان د جومات ترميم  او داسې نور)  او ٣ پروژې  د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په همکارۍ  کې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دغه وزارت مهمو فعاليتونو او لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ويې ويل:  ١٣٩٨ کال  چې د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کاليزه سره برابر دى، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د دغه کال له  پيل څخه په اړوندو برخو کې زيات پروګرامونه  ترلاس لاندې ونيول او د افغانستان په معاصر تاريخ کې د علمي سمينارونو، د کتاب د بېلابېلو نندارتونونو، لاسي صنايعو، وطني خواړه، فرهنګي اوونۍ په جوړولو او د کنسرتونو او تياتري نمايشناموپه اجرا کولو سره  دغه تاريخي پېښه ونمانځله.
حسيني ساپۍ د لرغونو ساحو، اثارو او تاريخي آبداتو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل:  چې  په ٣٤ ولايتونو کې ١٤١٣ لرغونې ساحې  د وزارت  په ديتابيس کې ثبت شوې دي؛
په اوو ولايتونو کې له  لرغونو ساحو څخه  ٤٦٠٨ تاريخي اثار ترلاسه شوي دي؛  د بودايي يو اثر له هکانګانګ څخه هېواد ته راليږدول شوى اوملي موزيم ته سپارل شوى دى؛
دغه راز ٥٠٠ اثار د ملي امنيت  د کارکوونکو او ګمرکاتو له لارې ترلاسه شوي دي؛
١٧٨٠ تاريخي آبدې  فهرست شوې دي ، ٢٩٤ آبدې ترميمې شوې  او په ٨٢٤ آبدو کې  د تسجيل لوحې درول شوې دي؛
د٢٥٠ تاريخي اثارو  دوه  نندارتونونه  په چين کې جوړ شوي دي؛
٤٦٢٤٥ تاريخي سندونه  او خطي نسخې ديجيټل شوې دي؛
٢٠٠ مهم خطي آثار  وقايه ، ترميم  او صحافي شوي دي.
٣١ تابلو ګانې چې د طالبانو د وا کمنۍ په دوره کې  ويجاړې شوې وې ، ترميمې شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ رواجول  د دغه وزارت له مسووليتونو څخه وبلل  او په دې برخه کې يې د دغه وزارت  کړه وړه هم بيان کړل.
دغه راز د ملي موسيقۍ او ملي تياتر د ساتنې او ودې په برخه کې يې د دغه وزارت د پاملرنې په اړه معلومات ورکړل.
حسينې ساپۍ په خپرونو پورې اړوند د هغو  قوانينو اومقرراتو  په اړه  چې د رسنيو د فعاليتونو په برخه کې  چمتو شوي دي هم اشاره وکړه او ويې ويل چې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  بيان ازادۍ ته ژمن دى او د خبريالانو د حقوقو ملاتړ کوي.
په همدې ترتيب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د ګرځندوى او ځوانانو په برخه کې د دغه وزارت د تېريوکال کړو وړو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل: ځينې کسان فکر کوي چې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو لګښتي وزارت دى او عايد نلري، په داسې حال کې چې د ١٣٩٨ کال په بهيرکې په مجموع کې د دغه وزارت عوايد  ١٩٠ ميليونو ٨١٢ زره  ٩٦٧ افغانۍ شوي دي.
هغې وويل چې  دغه عوايد د فلمونو د توريد د حق ، د ځمکو د کرايې  او بيهقي دغرفو، سوداګريزو اعلانونو، د باختر ګنجينې د آثارو د نندارتونونو د ټکټونو د پلورنې  او د جواز صادرولو، د افغانتور تصدۍ عوايد او د ازادۍ مطابعو تصدۍ له لارې ترلاسه شوي دي.
کابل \ د کب ٢٦ مه \ باختر

تازه ترین اخبار

أحد, سبتمبر 06 2026 9:07 صباحا
Background image

نائب وزير الثقافة والفنون يلتقي المديرة العامة لمؤسسة فيروزكوه

التقى نائب وزير الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة، الشيخ عبدالرحمن طيبي، اليوم، المديرة العامة لمؤسسة فيروزكوه لشؤون أفغانستان، السيدة ليان، والوفد المرافق لها.
وحضر اللقاء رئيس. . .

سبت, سبتمبر 05 2026 4:12 مساء
Background image

فارياب تُنظّم مسابقة حول المرسوم رقم (17) للحد من العادات السيئة

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية فارياب، بالتنسيق مع مؤسسة البرز العلمية والثقافية، مسابقة حول كتيّب المرسوم رقم (١٧) الصادر عن سماحة أمير المؤمنين، حفظه الله ورعاه، بشأن الحد من. . .

أربعاء, سبتمبر 02 2026 4:04 مساء
Background image

تعيين رؤساء جدد لعدد من الإدارات التابعة لوزارة الإعلام والثقافة

بناءً على قرار مقام رئاسة الوزراء في إمارة أفغانستان الإسلامية، جرى تعيين عدد من الرؤساء الجدد في الإدارات التابعة لوزارة الإعلام والثقافة، حيث عُيّن الرئيس السابق لإدارة كتابة القرآن. . .

BACK TO NEWS