فارياب ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د څارنې هيئت سفر
سه شنبه (۱۷رجبالمرجب۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د داخلي څارنې رياست په لارښوونه د فارياب د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کاري چارو د څارنې په پار د وزارت د څارنې هيئت دې ولايت ته سفر وکړ.
د ۱۴۰۲ لمريز کال د منل شوي پلان له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د داخلي څارنې هيئت درې تنه څارونکي هر يو محمد اسماعيل حسنيار د هيأت مشر، حافظ محمد نادر خادم او امیرمحمد اميري د هيئت غړي ټاکل شوي، چې د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رياست مالي چارې او د ۱۴۰۱ کال ټول اجراآت بررسي او د ۱۴۰۲ لمريز کال اجراآت عملي کړي.
راغلي هيئت د اطلاعاتو او کلتور رياست له رئيس مولوي شمسالدين محمدي سره له ناستې وروسته عملاً خپل کارونه پيل کړل.
