د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسلکي پلاوي هلمند ولايت ته سفر وکړ

wares_admin
اثنين, ديسمبر 18 2023 12:10 مساء
.....

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رياست دوه تنو مسلکي غړو انجينر منصور احمد عزيزي او انجينر شعيب انور هلمند ولايت ته د لرغونې بست کلا د سروې په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د هلمند اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد سره د خبرو پر مهال وویل: د سفر موخه يې په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د لرغونې بست کلا  او ددې کلا د شیشک ترمیم او ډېزاين دی، تر څو د لرغونې بست کلا د ودانۍ او شیشک سروې ترسره او د ترمیم چاري یې پیل کړو. 
دوی زیاته کړه؛ راتلونکي کال لپاره پلان دی، تر څو ددې ولایت د تاریخي آبداتو ودانۍ بیا ځلي ترمیم کړو تر څو د سیلانیانو پاملرنه راجلب کړي. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج حافظ عبدالباري راشد راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د یاد ریاست د تاریخي آبداتو مسؤلین به د تاریخي سیمو او ودانيو څخه پوره پاملرنه وکړي او هیچاته به اجازه ور نه کړي چي د تاریخي آبداتو ځمکې غصب کړي او یا هم تاریخي آبداتو ته زیان ورسوي. 
د يادونې وړ ده چې هلمند ولايت کې تاریخي آبداتو د بهرنیو سيلانيانو پاملرنه ځان ته جلب کړې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره دې ولایت ته سلګونه بهرني سیلانیان راغلي او تاریخي سیمو څخه یې لیدنې کړې.

۱۴۴۵/۶/۴ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۶ هـ ش

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أكتوبر 20 2026 3:43 مساء
Background image

لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية تواصل أعمالها الميدانية في الناحية الثالثة بكابل

واصلت لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة أنشطتها الميدانية، حيث أجرت جولة لتقييم اللوحات واللافتات الإعلانية ومراقبتها في الناحية. . .

ثلاثاء, أكتوبر 20 2026 3:17 مساء
Background image

اجتماع تنسيقي مع عدد من الكُتّاب والمثقفين في قندهار

عقدت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية قندهار، بالتعاون مع مؤسسة الرباط العلمية والثقافية، اجتماعًا تنسيقيًا مع عدد من الكُتّاب والمثقفين، بحضور نائب والي قندهار، مولوي سيف الدين تائب،. . .

ثلاثاء, أكتوبر 20 2026 10:49 صباحا
Background image

سربل تحتضن ندوة تدريبية حول دور الشباب في تعزيز النظام الإسلامي وإعمار البلاد

نظّمَت رئاسة شؤون الشباب بوزارة الإعلام والثقافة، بالتعاون مع رئاسة الإعلام والثقافة بولاية سربل، ندوة تدريبية بمشاركة ٢٠٠ شاب، وذلك في قاعة المكتبة العامة بالولاية، تحت عنوان «مسؤولية. . .

BACK TO NEWS