بلخ کې ځوانانو د پخوا په پرتله مطالعې ته زیاته مخه کړې

wares_admin
خميس, أكتوبر 26 2023 7:12 مساء
......

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي، چې د پخوا په پرتله د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو یا مطالعه کولو علاقه زیاته شوې، د ورځې لسګونه ځوانان د بلخ ولایت عامه کتابتون ته مراجعه کوي او هلته په بېلابېلو برخو کې مطالعه کوي.
په دې اړه د بلخ ولایت د عامه کتابتونونو عمومي مدیر شفیع الله حیدري وایي، د پخوا په پرتله سږ کال د مطالعې سره د ځوانانو مینه او علاقه زیاته شوې ده، د ورځې شاوخوا ۲۰۰ تنه ځوانان د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست او مولانا خسته عامه کتابتون ته مراجعه کوي او په بېلابېلو برخو کې کتابونه مطالعه کوي، د بلخ ولایت مولانا خسته عامه کتابتون کې ۲۰۰۰۰ زره جلده کتابونه شتون لري. د ښونځي او پوهنتون زده کونکي د خپلې  خوښې او اړتيا په کچه ورڅخه استفاده کیږي.
ښاغلي حیدري د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د بلخ عامه کتابتون دروازه د ټولو ځوانانو پرمخ خلاصه ده او له ټولو ځوانانو څخه یې غوښتنه وکړه، ترڅو د بې ځایه ناستو، بې ځایه کارونو، بې ځایه انټرنیټي مصروفیتونو او نورو مضرو شبکو څخه ډډه وکړي او د هغه پر ځای کتاب او مطالعې ته اولیت ورکړي، ترڅو یې ژوند او راتلونکی روښانه شي. هغه زیاتوي بلخ کې د عامه کتابتون ترڅنګ څه د باندې ۵۰ خصوصي کتابتونونه شتون لري او ځوانان ورڅخه استفاده کولای شي.

۱۴۴۵/۴/۱۰ هــ ق
۱۴۰۲/۸/۳ هـ ش

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, أكتوبر 20 2026 3:43 مساء
Background image

لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية تواصل أعمالها الميدانية في الناحية الثالثة بكابل

واصلت لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة أنشطتها الميدانية، حيث أجرت جولة لتقييم اللوحات واللافتات الإعلانية ومراقبتها في الناحية. . .

ثلاثاء, أكتوبر 20 2026 3:17 مساء
Background image

اجتماع تنسيقي مع عدد من الكُتّاب والمثقفين في قندهار

عقدت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية قندهار، بالتعاون مع مؤسسة الرباط العلمية والثقافية، اجتماعًا تنسيقيًا مع عدد من الكُتّاب والمثقفين، بحضور نائب والي قندهار، مولوي سيف الدين تائب،. . .

ثلاثاء, أكتوبر 20 2026 10:49 صباحا
Background image

سربل تحتضن ندوة تدريبية حول دور الشباب في تعزيز النظام الإسلامي وإعمار البلاد

نظّمَت رئاسة شؤون الشباب بوزارة الإعلام والثقافة، بالتعاون مع رئاسة الإعلام والثقافة بولاية سربل، ندوة تدريبية بمشاركة ٢٠٠ شاب، وذلك في قاعة المكتبة العامة بالولاية، تحت عنوان «مسؤولية. . .

BACK TO NEWS