په هرات کې د رسنيو د ملاتړ او څارنې کمېټې د رسنيو له مسؤلينو سره غونډه وکړه
تېره ورځ په هرات ولایت کې د رسنيو د ملاتړ او څارنې کمېټې د رسنيو له مسؤلينو سره په داسې حال کې غونډه تر سره کړه، چې پر مهال یې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي مولانا نعیم الحق حقاني او د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست استازي شتون درلود.
په یاده غونډه کې د هرات ولایت د رسنيو مسؤلینو او خبريالانو خپلې ستونزې، طرحې او وړانديزونه د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره شريک کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.
په ورته وخت کې ښاغلي مولانا حقاني د رسنيو د مسؤلينو ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړ او د رسنيو له مسؤلينو یې وغوښتل، تر څو په خپلو خپرونو کې اسلامي او افغاني ارزښتونه په پام کې ونیسئ.
۱۴۴۵/۲/۲۷ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۱ هـ ش
