په میدان وردګو ولایت کې د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه
نن یک شنبه (۱۴۴۵/۲/۱۸ هـ ق) د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي حبيب الله مجاهد په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ میاشتنۍ غونډه تر سره شوه، چې پکې د یاد ولایت د حکومتي او خصوصي رسنیو استازو او ژورنالیستانو ګډون کړی و.
د رسنیو استازو او ژورنالیستانو په دغه ولایت کې د رسنیو پر فعالیتونو او ستونزو مفصلې خبرې وکړې او د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
ورپسې ښاغلي مجاهد د رسنیو استازو ته د ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ او د رسنیو له مسؤلینو یې مننه وکړه، چې تر دې مهاله یې د حکومت او ملت د روابطو په ټينګښت کې مثبت رول ادا کړی.
ښاغلي مجاهد له ژورنالیستانو وغوښتل، چې خپلې خپرونې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره وکړي.
