د اطلاعاتو او کلتور وزارت ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام

wares_admin
ثلاثاء, أغسطس 22 2023 9:29 مساء
.....

 

 سه شنبه( ۱۴۴۵/۲/۵ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام تر سره شو، چې پکې د یاد وزارت مسؤلینو، د نورو دولتي ادارو مسؤلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

په پیل کې د یاد وزارت سرپرست وزیر محترم ملا خیر خواه خبرې وکړې او د یاد وزارت د تېر یو کال لاسته راوړنې او کړنې یې په دې ډول بیان کړې.

د ځوانانو معینیت په اړه یې وویل: د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ځوانانو لپاره ښونیزو وړیا کورسونه جوړ شوي، چې تر دې مهاله پکې زرګونه ځوانان روزل شوي او لاهم په زده کړو بوخت دي، همدا رنګه د هېواد ځوانانو ته په کاري برخه کې هم تر پخوا ښه زمینه برابره شوي ده.
بل مهم کار د ځوانانو لپاره د هېواد په کچه د ۳۵ پوهنتونونو سره په کم فیس تفاهم لیکونه لاس لیک شوي او په ټول هېواد کې د سیرت نبي ص سیالۍ جوړې شوې، چې دا د ځوانانو د معلوماتو لپاره ډېرې ګټورې تمامې شوې.
همدا رنګه د ګرځندوی مالي او اداري چارو معینیت په برخه کې: دری لکه او یو اویا زره داخلي سیلانیان چې د یو ولایت څخه یې بل ولایت ته سفر کړي، پنځلس سوه او یو اتیا کسان د خارج څخه راغلي ثبت شوي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ورته په مختلفو برخو کې کار کړی، چې له جملې څخه یې د څلورو لویو هوټلونو جوړول دي، د ښاغلي خیر خواه په خبره دا د هېواد په اقتصاد مثبته اغېزه کوي.
همدا رنګه د نشراتو معینیت فعالیتونه:
د ژورنالیستانو لپاره د هویت ځانګړي کارتونه جوړول، چې د خبر د جوړولو پرمهال د ستونزو سره مخ نشي، د ښاغلي خیر خواه په خبره په هېواد کې د ننه په ښه کیفیت د قرآنکریم چاپول، د باختر خبري آژانس په خپرونو کې مثبت تغیر رامنځ ته شوی.
د هنر او کلتور معینیت د فعالیتونه په اړه خیر خواه صاحب وویل: په تېر یوه کال کې د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې سل تاریخي سیمو سروې او ثبت شوې. همدا راز یو شمېر تاریخي او کلتوري آثار ثبت او بهر ته یې د قاچاق مخه ونیول شوه.
په هېواد کې د پنځلسو تاریخي آبداتو په بیا رغونه کار روان دي.

ورپسې د یاد وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي خبرې وکړې او د دغه معینیت د تېرو کړنو په اړه يې په لنډ ډول ملت ته وویل: باختر آژانس چې تاریخي مخینه لري مخکې یې په دوو ژبو خپرونې لرلې اوس په اتو نړیوالو ژبو خپرونې کوي او په ورځ کې له دوو سوو څخه تر دریو سوو پورې مختلف خبرونه جوړوي او نشروي، چې په ورځ کې تقریباً لس میلیونه اوریدونکي او لیدونکي لري.
د بیهقي ریاست د کتاب او مطالعي په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري، په تېر یو کال کې یې زیات شمېر کتابونه او قرانکریمونه چاپ کړل.
همدارنګه د رسنیو د څار ریاست په تېر یو کال کې ښه فعالیتونه تر سره کړي، لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه وه، د رسنیو نشرات د اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې و، اوس د دغه ریاست له لوري یې نشرات په اسلامي او ملي ارزښتونو برابر شوي.
همدا راز د دولتي ورځپاڼو ریاست چې مخکې یې چاپ او نشر په معیاري ډول نه و، اوس یې کیفیت تر پخوا هم ښه شوی او هم یې په تیراژ کې زیاتوالی راغلی.

په ورته وخت کې د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین ښاغلي مولوي سعدالدین سعید د دغه معینیت په تېرو کړنو او لاس ته راوړنو خبرې وکړې او ویې ویل: د ګرځندوی په برخه کې مو هڅې کړې، چې د خارجي او داخیلي سیلانیانو لپاره ښه فرصتونه برابر کړو، په مختلفو سیاحتي سیمو کې ورته آسانتیاوې برابرې کړو.

ورپسې د هنر او کلتور معین ښاغلي عتیق الله عزیزي د یاد معینیت په لاسته راوړنو او کړنو خبرې وکړې او ویې ویل: 
د لرغون پېژندنې ریاست د هېواد په مختلفو ولایتونو کې تاریخي آبدې ثبت کړې.
د ترنم او ترانو ریاست د هېواد په کچه یوسلو شپيته حماسي ترانه وییونکي ثبت کړي او زیات شمېر نعتونه او ترانې یې راټولې کړیې.
همدا رنګه د ملی موزیم ریاست د هېواد په کچه شپږ زره او دوه سوه تاریخي آثار ترمیم کړي.
د افغان فلم ریاست په تیر یوه کال کې د هېوا پرحالاتو يولس مستند فلمونه جوړ کړي.
د هنرستان ریاست په تېر یوه کال کې د نقاشۍ په برخه کې نندارتونونه جوړ کړي او همدا رنګه یې دوه سوه او شپيته د نقاشۍ هنری آثار ثبت کړي.

ورپسې د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد د دغه معینیت د تېر کال فعالیتونه او کړنې بیان کړې او ویې ویل: په هېواد کې مو د ځوانانو لپاره د ذهنیت جوړونې برنامې جوړې کړې او په دې اړه مې د هېواد اوه ویشتو ولایتونو ته سفر کړی، په هر ولایت کې مو د ځوانانو د راښانه راتلونکی تر عنوان لاندې ورته سیمنارونه جوړ کړي او عامه پوهاوی مو ورکړی.
همدا رنګه مو د هېواد په مرکز کې د بې وزلو زده کونکو لپاره لیلیه جوړه کړي، ټولې آسانتیاوې مو ورته برابري کړې دي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د ملي راډیو تلویزیون رئس احمدالله وثیق خبرې وکړې او د یاد ریاست د تیرو کړنو په اړه یې وویل: ملي راډیو تلویزیون څلور ویشت ساعته خپرونې کوي، چې پر مختلفو بر خو کې یې یو زرو اته سوه او یو ویشت خپرونې چمتو کړې.
همدا راز یې د هېواد پر حالاتو څو مستند فلمونه جوړ او نشر کړي.
همدا راز یې د عالیقدر امیر المومنین فرمانونه او حکمونه پر وخت په نشر رسولي.
همدا رنګه یې په سیاسي، تعلیمي، سپورتي او ادبي برخو کې پر وخت خپرونې کړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د ګډون والو له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسؤلینو څخه په مختلفو برخو کې پوښتنې وشوې، چې دوی ورته قناعت ورکونکي ځوابونه وویل.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, مايو 19 2026 9:52 صباحا
Background image

افتتاح جناح لمكتبة «البيهقي» في ولاية غور

افتتحت رئاسةُ كتابةِ المصحف الشريف ونشرِ كتبِ البيهقي التابعة لوزارة الإعلام والثقافة جناحًا لمكتبة «البيهقي» في ولاية غور، بهدف تعزيز ثقافة المطالعة وتسهيل الوصول إلى مصادر العلوم. . .

اثنين, مايو 18 2026 3:25 مساء
Background image

انعقاد الجلسة الدورية للجنةِ تقييمِ الكتب

 يومَ الاثنين الموافق الأول من ذي الحجة لعام 1447هـ، عُقدت الجلسةُ الدوريةُ للجنةِ تقييمِ الكتب التابعةِ لوكالة شؤونِ النشر في وزارة الإعلام والثقافة.
وفي مستهلِّ الجلسة، قدّم أمينُ. . .

اثنين, مايو 18 2026 11:02 صباحا
Background image

افتتاح جناح لمكتبة «البيهقي» في ولاية سربل

افتتحت رئاسةُ كتابةِ المصحف الشريف ونشرِ كتبِ البيهقي التابعة لوزارة الإعلام والثقافة جناحًا لمكتبة «البيهقي» في ولاية سربل، بهدف توفير الكتب النافعة والمعيارية بأسعار مناسبة، وتسهيل. . .

BACK TO NEWS