د مڼې ګل مشاعرې زیار کښ ځوانان وستایل
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست هغه زیار کښ ځوانان د يوې شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل چې د مڼې ګل مشاعرې په جوړولو کې یې د یاد ریاست سره همکاري کړې وه.
په دغه غونډه کې د ولایت اړوند یو شمېر ځوانانو، ژورنالېستانو او د بغلان پوهنتون استاد ګل رحمن رحماني هم ګډون کړی و.
د یادې غونډې ګډونوالو ته د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد د ښه راغلاست تر څنګ له هغه ځوانانو مننه وکړه چې، د مڼې ګل په یو ویشتمه کلنۍ مشاعره کې یې د یاد ریاست سره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې وې.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه، هڅه مو داده چې د ځوانانو په همکارۍ په ولسوالیو کې د ځوانانو د علمي او فکري ودې لپاره ادبي او کلتوري بهیرونه پیل کړو.
۱۴۴۵/۱/۲/ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۲۸ هـ ش
