په سرپل ولایت کې د قرانکريم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

wares_admin
خميس, أبريل 13 2023 8:44 مساء
....

نن پنجشنبه ۱۴۴۴/۹/۲۲ هـ ق، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د ياد ریاست د غونډو په تالار کې د قرانکريم درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
یاد نندارتون د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمریت له لوري د ګڼو دولتي ادارو د رئيسانو، علماوو،فرهنګیانو او ځوانانو په موجودیت کې پرانستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي عمیر سرپلي وویل، د نندارتون څخه يې هدف د سرپل خلک د قرانکریم تلاوت ته هڅول دي،د نوموړي په وینا په نندارتون کې یې لسګونه ټوکه مختلف ډوله چاپي قرانکریمونه،پخواني په لاس لیکل شوي قرانکریمونه او تفاسیر نندارې ته وړاندې کړي دي،چې د سرپل خلک ترې لیدنه وکړي او ګټه ترې واخلي. 
د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست رئیس مولوي مسعود حنفي د قرانکريم د نندارتون په جوړولو خوښي څرګنده کړه او خلک یې د قرانکريم د معنی او مفهوم سره په يادولو مکلف وګڼل. 
د نندارتون نورو ګډونوالو هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د قرانکریم  د نندارتون په جوړولو مننه وکړه او د ورته نورو نندارتونو د جوړولو هیله یې وکړه.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, مايو 19 2026 3:52 مساء
Background image

منظمة التعاون الإسلامي تتعاون في تعزيز مؤسسات التراث الثقافي الأفغاني

التقى نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، مولوي عتيق الله عزيزي، مساعدَ الشؤون الإنسانية في منظمة التعاون الإسلامي، خليل إبراهيم أوكور.
وجرى خلال اللقاء بحث سبل حماية. . .

ثلاثاء, مايو 19 2026 3:41 مساء
Background image

اختتام ندوة تدريبية لممثلي الشركات السياحية والزيارات العلاجية والحج والعمرة 

 يوم الثلاثاء (٢ ذو الحجة ١٤٤٧هـ)، اختتم معهدُ السياحة والفندقة التابع لوكالة شؤون السياحة والمالية والإدارة في وزارة الإعلام والثقافة، الندوةَ التدريبية التي استمرت ثلاثة أيام،. . .

ثلاثاء, مايو 19 2026 9:52 صباحا
Background image

افتتاح جناح لمكتبة «البيهقي» في ولاية غور

افتتحت رئاسةُ كتابةِ المصحف الشريف ونشرِ كتبِ البيهقي التابعة لوزارة الإعلام والثقافة جناحًا لمكتبة «البيهقي» في ولاية غور، بهدف تعزيز ثقافة المطالعة وتسهيل الوصول إلى مصادر العلوم. . .

BACK TO NEWS