خلک دې د ملي شتمنۍ په توګه له فرهنګي ځایونو او تاریخي آبداتو ساتنه وکړي

wares_admin
أحد, أبريل 09 2023 11:28 صباحا
....


یادې څرګندونې نن یک شنبه ۱۴۴۴/۹/۱۸ هـ ق د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي آثارو د سروې او ثبت د برخې راغلي پلاوي د دې ولایت د اندراب درې ګونو ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې وکړې.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د بنو، پلحصار او دهصلاح ولسوالیو له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د هیوادني او ټولنیز مسؤلیت له مخې دې، د ملي شتمنۍ په توګه له فرهنګي ځایونو اوتاریخي آبداتو څخه ساتنه وکړي.
ښاغلي هاشمي ولسي خلکو ته په دې ولسوالیو کې ټينګار وکړ چې د فرهنګي او لرغونو ځايونو د ساتنې په برخه  کې دې  لاس سره ورکړي، څو د اندراب په درې ګونو ولسوالیو کې شته کلتوري ځایونه د ملي پانګې په توګه د غصب او نړېدو له ګواښ څخه خوندي پاتې شي.
په ورته مهال مېشتو ولسي او ځايي مشرانو ټينګار وکړ چې په پوره ژمنتیا سره به هڅه کوو چې په بنو، دهصلاح او پلحصار ولسوالیو کې شته تاریخي آبدات، کلتوري او لرغوني ځایونه وساتو او د هغو کسانو مخنیوی به وکړو چې د فرهنګي ځایونو د تخریب او یایې هم په څنډو کې د کیندنو هڅه کوي.

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, مايو 19 2026 3:52 مساء
Background image

منظمة التعاون الإسلامي تتعاون في تعزيز مؤسسات التراث الثقافي الأفغاني

التقى نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، مولوي عتيق الله عزيزي، مساعدَ الشؤون الإنسانية في منظمة التعاون الإسلامي، خليل إبراهيم أوكور.
وجرى خلال اللقاء بحث سبل حماية. . .

ثلاثاء, مايو 19 2026 3:41 مساء
Background image

اختتام ندوة تدريبية لممثلي الشركات السياحية والزيارات العلاجية والحج والعمرة 

 يوم الثلاثاء (٢ ذو الحجة ١٤٤٧هـ)، اختتم معهدُ السياحة والفندقة التابع لوكالة شؤون السياحة والمالية والإدارة في وزارة الإعلام والثقافة، الندوةَ التدريبية التي استمرت ثلاثة أيام،. . .

ثلاثاء, مايو 19 2026 9:52 صباحا
Background image

افتتاح جناح لمكتبة «البيهقي» في ولاية غور

افتتحت رئاسةُ كتابةِ المصحف الشريف ونشرِ كتبِ البيهقي التابعة لوزارة الإعلام والثقافة جناحًا لمكتبة «البيهقي» في ولاية غور، بهدف تعزيز ثقافة المطالعة وتسهيل الوصول إلى مصادر العلوم. . .

BACK TO NEWS