د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي میراثونو څخه د ساتنې ورځ ولمانځله
نن يکشنبه ۱۴۴۴/۸/۱۹ هـ ق د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري د کب شلمه د فرهنګي میراثونو څخه د ساتنې ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.
د یادې ورځې د نمانځنې په موخه لومړی لغمان کې د حقیار امین خصوصي ښوونځي زده کوونکي مهترلام بابا زیارت ته یوړل شول، او د تاریخي ابدو د ساتنې او ارزښت اړوند معلومات ورکړل شول.
ورپسې د اطلاعاتو کلتور ریاست په عامه کتابتون کې له ځوانانو، فرهنګیانو او د یاد ښوونځي له زده کوونکو سره یوځای غونډه ترسره کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي سربېره پکې د فرهنګ او ګرځندوی آمر محمد نادر مخور، د اطلاعاتو آمر عتیق الله قریشي، د فرهنګي میراثونو د ساتنې عمومي مدیر محمد یعقوب ایوبي، د فرهنګي ځوان بشیر سایل او ګڼو نورو ځوانانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي ګډونوالو ته د ښه راغلاست وویل، ورورسته یې داسې غونډې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه، د داسې غونډو په جوړېدو او له تاریخي ابدو څخه لیدنه زموږ راتلوونکی نسل له خپل تاریخ او د نیکونو له کارنامو څخه خبروي، همدا راز هغوی د تاریخي ابدو په تاریخ او ارزښت خبریږي.
نوموړي وویل موږ به د لغمان له تاریخي سیمو څخه په کلکه ساتنه کوو او چاته به اجازه ورنکړو چې ابدې تخریب او یا یې لمنځه یوسي او له ولسونو یې وغوښتل چې د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې له دوی سره همکاري وکړي.
