د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۷۰۰ زده کوونکي فارغ شول

wali_admin
ثلاثاء, مارس 07 2023 11:04 صباحا
ccccc

 

نن دوشنبه د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز  څخه ۷۰۰ زده کوونکي د کمپيوټر، انګلیسي او خطاطۍ برخو کې له درې مياشتنيو زده کړو حاصلولو وروسته فارغ شول.
په همدې موخه نن د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې مراسم ترسره شول، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم سربېره د اطلاعاتو آمر امین الله صفا، د فرهنګ او ګرځندوئ آمر محمدګل تسل، د ځوانانو مدیر ذبیح الله جواد،  یو شمېر نورو مسؤلینو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
په پیل کې د یاد ښوونیز مرکز مدیر حسیب الله حبیب وویل؛ د اسلامي امارت په راتګ سره تر دې دمه سلګونه زده کوونکي د کمپيوټر، انګلیسي او خطاطۍ برخو څخه فارغ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ښوونیز مرکز کې زده کړې وړیا دي او له زده کوونکو هېڅ ډول فیس نه اخیستل کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم فارغو زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل؛ ډېر د ویاړ ځای دی، چې نن د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکزڅخه شاوخوا ٧سوه زده کوونکي فارغیږي، ده له ټولو فارغو زده کوونکو وغوښتل چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، ترڅو په راتلونکي کې وکولای شو د علم او کشف په ډګر کې له نړۍ سره سیالۍ وکړو.
ښاغلي صمیم زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې دغه ښوونیز بهیر ته لا پراختیا ورکړو او نورو ځوانانو ته هم ورته ښوونیزې برنامې پيل کړو.
همداراز د غونډې په لړ کې څو تنو فارغو زده کوونکو خپلې ترتیب کړي مقالې ګډونوالو ته وړاندې کړې.
د غونډې په پای کې فارغو زده کوونکو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې او د ښوونیز مرکز ښوونکو ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مشرتابه لخوا ستاینلیکونه ووېشل شول.

۱۴۴۴/۸/۱۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱۵ هـ ش
 

تازه ترین اخبار

سبت, أكتوبر 24 2026 10:52 صباحا
Background image

اجتماع في فارياب يناقش دور التراث الثقافي في التنمية الاقتصادية

نظّمت رئاسة الثقافة العامة بوزارة الإعلام والثقافة، بالتعاون مع رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية فارياب، اجتماعًا بعنوان «دور التراث الثقافي في التنمية الاقتصادية بولاية فارياب»، بمشاركة. . .

خميس, أكتوبر 22 2026 11:39 صباحا
Background image

اجتماع توعوي في ولاية كابيسا بشأن تنفيذ المرسوم رقم ١٧ ومكافحة المخدرات والاتجار بالبشر

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية كابيسا، بالتعاون مع مؤسسة تنوير الفكرية والثقافية، اجتماعًا شعبيًا موسعًا في مديرية حصة دوم كوهستان بالولاية، خُصّص لمناقشة مراسيم القيادة، ولا سيما. . .

خميس, أكتوبر 22 2026 11:38 صباحا
Background image

اجتماع تنسيقي مع الشباب في مديرية شاجوي بولاية زابل

عقد المدير العام للإعلام والثقافة في مديرية شاجوي بولاية زابل، حضرت الله زاهد، اجتماعًا تنسيقيًا مع الشباب، تناول سبل تعزيز التعاون والتنسيق بينهم، وتطوير الأنشطة الثقافية، وترسيخ دورهم. . .

BACK TO NEWS