د ځوانانو چارو معین هلمند ولایت کې د ځوانانو ستونزې او غوښتنې واورېدې

wali_admin
ثلاثاء, فبراير 14 2023 10:30 صباحا
drr

 

تېره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له ځوانانو، محصلینو او خبریالانو سره ولیدل او د هغوی ستونزي او غوښتنې یې واورېدې، چې پر مهال یې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد هلمندی، د اطلاعاتو آمر مولوي محمد قاسم ریاض صاحب، د ځوانانو چارو مدیر قاري عبدالباري حنظله، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کارکوونکو، هلمندي ځوانانو او خبریالانو ګډون درلود.
د غونډي پیل کې د هلمندي ځوانانو له لوري د ځوانانو معین محمد یونس راشد ته ښه راغلاست وویل شو. 
ورپسې ښاغلي معین په وینا کې وویل، هلمند د افغانستان یو پراخ مساحت لرونکی ولایت دی، د دې ولایت زیات شمېر ځوانان وطن پرست او خدمتګار خلک دي، نوموړي زیاته کړه، چې هلمندي ځوانان مستحق دي ترڅو یې ږغ واورېدل سي او مثبت ځواب ورته وویل شي؛ ځکه چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال یې زیاتي ستونزې او بېلابېل کړاونه تېر کړي دي.
ورپسې هلمندي ځوانانو په نوبت خپلې غوښتنې او ستونزې شریکي کړې، چې له جملې یې ځوانانو ته د کار، معیاري زده کړو، داخلي او خارجي بورسونو او ظرفېت لوړوني پروګرامونو زمینه برابرول ول.
د ځوانانو معین د دوی د غوښتنو په اړه وویل، موږ منو چې د هلمند په شمول د افغانستان زیات شمېر ځوانان وزګار دي، موږ خپلې هڅې رواني کړي دي، چې ان شاءالله زیات شمېر ځوانان به پر کار شي، د زده کړو برخه کې به په نږدې راتلونکې کې د کابل پوهنتونونو کې هلمندیانو ته زمینه برابره کړو، په خارجي بورسونو کې به هم د هلمندیانو حق ورته ورکړل شي، د ځوانانو لپاره به نږدې وخت کې د ظرفېت لوړوني اړوند پروګرامونه په لار واچوو، ترڅو د ځوانانو ظرفیت لوړ شي. 
د غونډې په وروستیو کې د ځوانانو معین ښاغلي راشد له لوري د هلمندي ځوانانو پر دوامداره ناستو تاکید وشو او د ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د هیواد په پرمختګ کې دي خپل رول ولوبوي. 

غونډه په دعا پای ته ورسېده.
۱۴۴۴/۷/۲۲ هـ ق
۱۴۰۱/۱۱/۲۴ هـ ش

تازه ترین اخبار

أربعاء, يونيو 10 2026 12:06 مساء
Background image

مسؤولو اتحاد شركات السياحة والزيارات والحج والعمرة يطرحون مطالبهم على نائب وزيرالإعلام والثقافة لشؤون السياحة والمالية والإدارة

التقى مسؤولو اتحاد شركات السياحة والزيارات والحج والعمرة في أفغانستان، برئاسة رئيس الاتحاد السيد محمد كلاب سلطان زوی، بنائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون السياحة والمالية والإدارة،. . .

ثلاثاء, يونيو 09 2026 2:32 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع التشاوريّ للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلاني

عُقد الاجتماعُ التشاوريُّ للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية برئاسة نائب الوزيرالإعلام والثقافة لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
وناقش أعضاء اللجنة خلال الاجتماع عددًا من الموضوعات. . .

اثنين, يونيو 08 2026 1:25 مساء
Background image

انعقاد الجلسة الدورية للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين الموافق 22 من ذي الحجة الحرام 1447هـ،  عقدت الجلسةُ الدورية للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة.
وفي مستهل الجلسة، قدّم أمين اللجنة تقريرًا. . .

BACK TO NEWS