د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د اهل تشیع له استازو سره وکتل
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیر الله خیر خواه نن له غرمې مخکي د اهل تشیع له استازو شیخ کریمي بامیاني، سید صوفي ګردېزي او سنګر دوست بهسودي سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کي د اهل تشیع استازو د اسلامي امارت په بریا خوښي څرګنده کړه.
دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته ډاډ ورکړ چې د قومونو یووالي، اختلافونو له منځه وړلو، امنیت تامین او نورو برخو کي به له اسلامي امارت سره بشپړه همکاري وکړي.
په همدې حال کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیر الله خیر خواه وویل چي افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او د آبادۍ لپاره به یې ټول په ګډه کار کوي.
هغه د اهل تشیع استازو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت له دوی سره په هره برخه کې همکار دی.
کابل/ د لړم ۲۳ مه/ باختر
