د عامه کتابتونونو ریاست او (DHSA) موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسې(DHSA) ترمنځ د ټولنیز ګډون پیاوړتیا په نوم د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د دغه هوکړه لیک له لاسلیک څخه موخه د کتابتونونو پراختیا او تجهیز، د مطالعې فرهنګ د دودولو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کول او د عامه کتابتونونو د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړول دي.
د مسؤلینو په وینا؛ ټاکل شوې ده، چې یاد هوکړه لیک به د دریو کلونو په موده کې په څلورو ولایتونو؛ کابل، ننګرهار، هرات او بلخ کې پلي شي.
۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ ق
