د فاریاب په اقتصادي ودې کې د فرهنګي میراثونو رول) په نوم غونډه وشوه

wasim_admin
سبت, أكتوبر 24 2026 9:33 صباحا
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د خلکو د فرهنګ ریاست له لوري د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ (د فاریاب په اقتصادي ودې کې د فرهنګي میراثونو رول) په نوم غونډه وشوه، چې پکې د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسوولینو، د فاریاب پوهنتون استادانو او د دې ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
د خلکو فرهنګ رئیس په دې غونډه کې د ټولنو په تاریخي او ټولنیز هویت کې د فرهنګ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: فرهنګي میراثونه د تاریخي او معنوي ارزښتونو ترڅنګ دا وړتیا هم لري، چې د سیاحت د ودې، اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو او د هېواد د سیمه ‌ییزو شتمنیو د معرفي کولو په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي.
نوموړي زیاته کړه؛ چې د فرهنګي میراثونو ساتنه یوازې د حکومتي ادارو مسوولیت نه دی، بلکې عام وګړي، فرهنګیان، لیکوالان او ځوان نسل هم د دې ارزښتمنو شتمنیو د ساتنې مسوولیت لري.
همدارنګه د خلکو فرهنګ رئیس د فرهنګیانو د اثارو د ثبت او خپرولو، د تاریخي آبداتو د ساتنې او پالنې او په ټول هېواد کې د ګرځندوی فرهنګ د پراختیا په برخه کې د یاد وزارت د ژمنتیا ډاډ ورکړ او د فرهنګي او د تاریخي شتمنیو په معرفي کولو او مستند کولو یې ټینګار وکړ.
د غونډې په لړ کې د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په استازیتوب د ځوانانو چارو آمر  د غونډې د موضوع په اړه معلومات وړاندې کړل او د مشرتابه‌(حفظه الله) له لوري د صادر شوي ۱۷مې ګڼې فرمان محتوا یې له ګډونوالو سره شریکه کړه.
دغه راز د فاریاب پوهنتون استاد اشرف شریفي او استاد بشیر احمد معصومي او لیکوال او فرهنګي فعال محمد اسحاق شمسي د فاریاب د تاریخي مخینې، فرهنګي ارزښتونو، د تاریخي میراثونو د مقام او د دې ولایت د تاریخي آبداتو د ساتنې او ملاتړ د اړتیا په اړه خپلې مقالې او څېړنیز مطالب وړاندې کړل.
ګډونوالو هم د فاریاب د فرهنګي میراثونو د ساتنې او معرفي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه یې وغوښتل، چې د شاعرانو د شعرونو د چاپ او د دې ولایت د تاریخي اثارو د ثبت او مستند کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
د غونډې په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استازي له لوري یو شمېر مشرانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

۱۴۴۸/۵/۱۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

سبت, أكتوبر 24 2026 10:52 صباحا
Background image

اجتماع في فارياب يناقش دور التراث الثقافي في التنمية الاقتصادية

نظّمت رئاسة الثقافة العامة بوزارة الإعلام والثقافة، بالتعاون مع رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية فارياب، اجتماعًا بعنوان «دور التراث الثقافي في التنمية الاقتصادية بولاية فارياب»، بمشاركة. . .

خميس, أكتوبر 22 2026 11:39 صباحا
Background image

اجتماع توعوي في ولاية كابيسا بشأن تنفيذ المرسوم رقم ١٧ ومكافحة المخدرات والاتجار بالبشر

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية كابيسا، بالتعاون مع مؤسسة تنوير الفكرية والثقافية، اجتماعًا شعبيًا موسعًا في مديرية حصة دوم كوهستان بالولاية، خُصّص لمناقشة مراسيم القيادة، ولا سيما. . .

خميس, أكتوبر 22 2026 11:38 صباحا
Background image

اجتماع تنسيقي مع الشباب في مديرية شاجوي بولاية زابل

عقد المدير العام للإعلام والثقافة في مديرية شاجوي بولاية زابل، حضرت الله زاهد، اجتماعًا تنسيقيًا مع الشباب، تناول سبل تعزيز التعاون والتنسيق بينهم، وتطوير الأنشطة الثقافية، وترسيخ دورهم. . .

BACK TO NEWS