میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

wasim_admin
خميس, أكتوبر 15 2026 11:39 صباحا
..

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د میدان وردګو ولایت والي ملا خیرالله خیرخواه، د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي، د سیمه‌‌ییزو ملکي او نظامي ادارو مسؤولینو او یو شمېر جهادي شخصیتونو ګډون کړی و.
د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه د جهادي دورو د اثارو ساتنه د هېواد د تاریخي هویت د ساتنې، د افغانانو د قربانیو او په افغان ولسونو باندې ترسره شویو ظلمونو او وحشتونو په اړه راتلونکو نسلونو ته د معلوماتو د انتقال په برخه کې مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې د جهادي اثارو ساتنه یوازې د تاریخي یادګارونو خوندي کول نه دي، بلکې د هېواد د تېر تاریخ، مبارزو او مهمو پېښو د مستندولو او راتلونکو نسلونو ته د لېږدولو مهمه وسیله هم ده.
دغه راز د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رئیس او یو شمېر سیمه ییزو ادارو مسؤلینو د جهادي اثارو د ساتنې په برخه کې د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست ترسره کړې هڅې وستایلې.
په غونډه کې د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد او د جهادي اثارو او سندونو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح کړ او ویې ویل: د جهادي اثارو د ساتنې قانون پلي کول د جهادي اثارو د پېژندنې، ثبت او خوندي ساتنې په برخه کې مهم ګام دی. دوی له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل، چې د میدان وردګو ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د مجاهدینو خاطرې او کارنامې او د شهیدانو سوانح راټولې او د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي اثارو د ساتنې ادارې ته یې وسپاري.
ورته مهال د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وویل: افغانستان ویاړلی جهادي تاریخ لري او زرګونو افغانانو د هېواد د خپلواکۍ او دفاع په لاره کې قربانۍ ورکړې ده، چې د دغو قربانیو او مبارزو د تاریخ د ثبت، مستندولو او ساتنې لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د جهادي اثارو د ساتنې په برخه کې پر همغږۍ، ګډ مسؤلیت او د اړوند قانون د احکامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۵/۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

خميس, أكتوبر 15 2026 11:40 صباحا
Background image

لقاء معاون شؤون النشر مسؤولي وسائل الإعلام والصحفيين في ولاية لغمان

التقى معاون شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، مهاجر فراهي، ورئيس مراقبة وسائل الإعلام، المولوي صفي الله رائد، خلال زيارتهما إلى ولاية لغمان، مسؤولي وسائل الإعلام والصحفيين في الولاية،. . .

خميس, أكتوبر 15 2026 11:35 صباحا
Background image

شرح قانون حماية الآثار الجهادية في ولاية ميدان وردك

نظّمت الرئاسة العامة لحماية الآثار الجهادية، بالتعاون مع رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية ميدان وردك، لقاءً لشرح قانون حماية الآثار الجهادية، وذلك تنفيذًا لحكم القيادة. وحضر اللقاء رئيس. . .

أربعاء, أكتوبر 14 2026 3:24 مساء
Background image

إقامة ندوة تدريبية ليوم واحد في لغمان لتعزيز القدرات الفكرية والعقدية والمهنية للصحفيين والإعلاميين

أُقيمت ندوة تدريبية ليوم واحد لتعزيز القدرات الفكرية والعقدية والمهنية للصحفيين والإعلاميين في ولاية لغمان، بتنظيم من وكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، وبالتعاون مع رئاسة. . .

BACK TO NEWS