زابل کې خبریالانو، د رسنیو مسؤلینو او ویاندویانو ته یو ورځنی روزنیز او اصلاحي سیمینار وړاندې شو.
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو آمریت له لوري خبریالانو، د رسنیو مسؤلینو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته یو ورځنی روزنیز او اصلاحي سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمد مختار وویل: د دغه ډول روزنیزو پروګرامونو موخه د خبریالانو، د رسنیو د مسؤلینو او د ویاندویانو د مسلکي ظرفیت لوړول او د رسنیزو چارو لا ښه تنظیم دی او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او مسلکي اړیکو د پیاوړتیا لپاره لازمه زمینه برابره کړي، ترڅو معلوماتو ته لاسرسی لا اسانه او د معلوماتو د شریکولو بهیر منظم شي.
دغه راز د اطلاعاتو امر د رسنیو او خبریالانو د ورځنیو فعالیتونو، د اطلاع رسونې، د خپرونو د تنظیم او رسنیز څار په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې کړل.
په پای کې ګډونوالو د دغه ډول روزنیزو او مسلکي پروګرامونو د جوړېدو هرکلی وکړ او د خبریالانو د ظرفیت لوړونې د ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هڅو ستاینه یې وکړه.
د سیمینار په روزنیزه برخه کې د خبریالانو، رسنیو مسؤلینو او ویاندویانو پر مسلکي رول او مسؤلیتونو، د کره او باوري خبر پر ارزښت، د معلوماتو د راټولولو او خپرولو پر اصولو، د رسنیو او ادارو ترمنځ د مسلکي اړیکو د پیاوړتیا په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.
۱۴۴۸/۵/۱ هـ ق
