د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره د مشرتابه د فرامینو او احکامو ښه پلي کیدو په موخه اصلاحی ناستې ترسره شوه

wasim_admin
أربعاء, أكتوبر 07 2026 3:34 مساء
..

چهارشنبه نېټه(۱۴۴۸ ربیع‌الثانی ۲۴مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د مشرتابه د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د لا ښه تطبیق په موخه، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست او ملي موزیم له کارکوونکو سره د جهادي اثارو د ساتنې په عمومي ریاست کې اصلاحي ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام آغا سعید، د ملي موزیم رئیس او د ملي موزیم او جهادي اثارو د ساتنې ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام آغا سعید، د مشرتابه د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له مخې د دولتي ادارو د کارکوونکو د سیرت او صورت، د لمانځه د ادا کولو او د عقیدوي درسونو د ترسره کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد د دې ډول ناستو جوړېدو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: اسلام پر ځمکه تر ټولو غوره دین دی. نوموړي زیاته کړه، چې زموږ عقیده، نظریه، اخلاق او اعمال باید د اسلامي شریعت له مخې وي، ترڅو په دنیا او اخرت کې بریالي شو. ښاغلي احمد له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د دا ډول ناستو جوړېدل یو ارزښتمن فرصت وبولي او له هغه څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د اسلامي شریعت د ارزښت او اهمیت او په ټولنه کې یې د تطبیق په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: اسلامي امارت له ډېرو سرښندنو او قربانیو وروسته واکمن شوی، چې ساتنه یې د ټولو ګډ مسؤولیت دی.
همداراز، ښاغلي طیبي د جماعت لمانځه د ادا کولو د فضیلت، د عقیدوي درسونو د تدریس، د اسلامي شریعت مطابق د سیرت او صورت د جوړولو او په ټولنه کې د اسلامي فرهنګ د دودولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د فرهنګ او هنر معین د یادو ریاستونو له کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل یووالی، ورورولی او همغږي وساتي او د مراجعینو چارې په لنډ وخت کې وڅېړي او ترسره یې کړي.

تازه ترین اخبار

خميس, أكتوبر 08 2026 12:58 مساء
Background image

معاون شؤون النشر يعقد لقاءً مع صحفيي ننگرهار ومسؤولي وسائل الإعلام المحلية

عقد معاون شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، السيد مهاجر فراهي، بحضور رئيس رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية ننجرهار، مولوي ذبيح الله نوراني، لقاءً مع صحفيي الولاية وممثلي وسائل الإعلام. . .

خميس, أكتوبر 08 2026 12:43 مساء
Background image

توزيع مواد مطبوعة للتوعية العامة بشأن المرسوم رقم (١٧)

في إطار مواصلة برامج التوعية الثقافية العامة، قامت وزارة الإعلام والثقافة بتوزيع بروشورات وكتيبات وأقلام ومواد مطبوعة توعوية أخرى أُعدّت للتعريف بالمرسوم رقم (١٧) الصادر عن سماحة أمير. . .

خميس, أكتوبر 08 2026 10:37 صباحا
Background image

تكريم الفائزين في مسابقة الخطابة حول السيرة النبوية (ﷺ)

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية خوست، بالتعاون مع مؤسسة الكوثر الفكرية والثقافية، مسابقة في الخطابة حول السيرة النبوية (ﷺ)، بمشاركة مئات من طلبة العلم، وذلك في مدرسة جامع دار. . .

BACK TO NEWS