د همکارو خصوصي پوهنتونونو د ستاینې او ځوانانو چارو ریاست او ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونو د لاسلیک غونډه ترسره شوه
دوشنبه (۱۵ ربیعالثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري له دغه ریاست سره د همکارو خصوصي پوهنتونونو د ستاینې او د ځوانانو چارو ریاست او ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونو د لاسلیک غونډه ترسره شوه، چې په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا، د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې استازو د پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو مسؤلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علم ترلاسه کولو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ټولو خصوصي پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو له همکاریو څخه مننه کوو، چې بیوزله ځوانانو ته یې د زده کړو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
د ځوانانو چارو رئیس د خصوصي پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه؛ چې د ځوانانو د فکري روزنې، تېر تاریخ او علمي کدرونو معرفي کولو، اصیل فرهنګ عامولو او د ځوانانو علمي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه دې بېلابېل پروګرام جوړ کړي، ترڅو د ځوانانو فکري روزنه وشي او له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه په سمه توګه خبر شي.
د غونډې په لړ کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال هم د ځوان نسل علمي روزنې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د اړوندو امارتي ادارو او خصوصي ښوونیزو ادارو ترمنځ همغږي خورا مهمه ده او د خوښۍ ځای دی، چې د امارتي ادارو ترڅنګ خصوصي ښوونیز مرکزونه هم د ځوانانو علمي ودې او د هېواد پرمختګ په برخه کې پوره هڅې کوي.
ښاغلي جمال د دغو ډول پروګرامونو جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه؛ چې په تېرو وختونو کې په ټولنه کې د اسلام او هېواد دښمنانو غلط او ناوړه افکار ترویج کړي دي، نو د دغو غلطو او ناوړو افکارو د له منځه وړلو په برخه کې ټول په ګډه مسؤلیت لرو، نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په استازولۍ د ځوان نسل روزنې په موخه ټولو اړوندو ادارو ته هم د پوره همکاریو ډاډ ورکړ.
ورته مهال د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې اجرائیه رئیس استاد وليالرحمن عزیزي او د خصوصي ښوونیزو مرکزونو په استازولۍ محمد شاکر ابراهیمي هېواد کې د خصوصي پوهنتونو او ښوونیزو مرکزونو روان بهیر په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: اوس مهال په ټول هېواد کې څه باندې سل پوهنتونه او ګڼ شمېر ښوونیز مرکزونه فعال دي، چې پکې زرګونه تنه زده کړیالان او زده کوونکي زده کړې کوي.
دوی زیاته کړه، چې ټول خصوصي پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه د اسلامي امارت پالیسو په پام کې نیولو سره د ځوان نسل علمي ودې په برخه کې پوره هڅه کوي او دا هڅه به دوامدارې اوسي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د ځوانانو چارو ریاست سره د همکارو خصوصي پوهنتونونو مسؤلین وستایل شول او ګڼ شمېر خصوصي ښوونیزو مرکزونو ته په تخفیف سره د زده کوونکو پېژندو په موخه د ځوانانو چارو ریاست او خصوصي ښوونیزو مرکزونو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
