د خپرونو چارو معینیت له لوري د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
أحد, سبتمبر 20 2026 4:03 مساء
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار په مزارشریف ښار کې ترسره شو، چې پکې ښاغلي مهاجر فراهي، د وزارت یو شمېر رئیسانو، د بلخ ولایت د سیمه‌ییزو ادارو مسئولینو، د رسنیو مسؤلینو، ژورنالیستانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد‌الله ضرار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د ژورنالیستانو، قلموالو مبارزینو، رسنیزو فعالانو او په ټوله کې د ځوانانو فکري روزنه خورا مهمه ده، په اوسني عصر کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ناسمو معلوماتو خپرېدل زیات شوي، خبریالان باید د هر خبر له خپرولو مخکې لازم تحقیق وکړي او همدارنګه د ريښتینو او ناسمو معلوماتو ترمنځ توپیر وکړي.
دغه راز د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د افغانستان دښمنان په پوځي ډګر کې له ماتې وروسته اوس د فکري جګړې له لارې د اسلامي نظام پر وړاندې تبلیغات کوي خو ژورنالیستان او قلموال مبارزین باید د مغرضو رسنيو په وړاندې په کلکه مبارزه وکړي او نړیوالو ته په ریښتینې توګه د هېواد د پرمختګونو انځور ورسوي.
ښاغلي فراهي زیاته کړه؛ چې رسنۍ د اسلامی نظام د لاسته راوړنو د انعکاس ترڅنګ باید د خلکو ستونزې هم په بې‌طرفه او رښتینې توګه له مسئولینو سره شریکې کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د ادارو ویاندویان مکلف دي، اړین معلومات پر وخت له رسنیو سره شریک کړي، ترڅو د اوازو او ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي او زیاته یې کړه، چې د رسنیو مسؤلیت دی، چې د ولس ترمنځ د یووالي، ورورولۍ او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او د هغو تبلیغاتو مخه ونیسي چې د سمت، قوم او ژبې پر بنسټ د ولسونو ترمنځ یوالی له منځه وړي.
په دې سیمینار کې پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي‌الله رائد، د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د عامه اړیکو رئیس او ویاند قاري خبیب غفران، د بلخ ولایت د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو، د پوهنتون استادانو او د خبریالانو په استازولۍ یو تن خبریال د خبریالانو د مسلکي مسئولیتونو، د فکري او عقیدوي ظرفیت لوړونې د اهمیت، په رسنیز ډګر کې رښتینولي، دقت او د مسئولیت‌ منلو، د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د رول او په رسنیزو فعالیتونو کې د اسلامي ارزښتونو د رعایت په اړه خبرې وکړې.
ویناوالو همدارنګه په ژوند کې د هدف ټاکلو، له قومي، سمتي او ژبني تعصباتو څخه پر ډډه کولو، د رسنیو او مسئولینو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا او د رسنیزو ستونزو پر حل هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، رسنۍ د خلکو د فکر، عقیدې او باورونو په جوړولو کې او همدارنګه د حقایقو په خپرولو کې مهم رول لري، رسنۍ د حکومت غوښتنې تر ولسونو او د ولسونو غږ تر حکومتي مسؤلینو رسوي او ژورنالیستان باید د ملي ګټو په پام کې نیولو سره خپل ایماني او وجداني مسؤولیت په سمه توګه ترسره کړي. 
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د خبریالانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو لپاره د ورته روزنیزو پروګرامونو د دوام او د خبریالانو د ظرفیت لوړولو، د رسنیو ستونزو او وړاندیزونو ته د پاملرنې غوښتنه هم وکړه.

۱۴۴۸/۴/۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

أحد, سبتمبر 20 2026 4:01 مساء
Background image

وكالة شؤون النشر تنظّم ندوة تدريبية لتعزيز القدرات الفكرية والعقدية والمهنية للصحفيين

نظّمت وكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، بالتعاون مع رئاسة الإعلام والثقافة بولاية بلخ، ندوة تدريبية ليوم واحد في مدينة مزار شريف، بهدف تعزيز القدرات الفكرية والعقدية والمهنية. . .

أحد, سبتمبر 20 2026 3:19 مساء
Background image

لقاء نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون النشر بمسؤولي وسائل الإعلام والصحفيين في بلخ

التقى نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي، عدداً من الصحفيين ومسؤولي وسائل الإعلام في ولاية بلخ، بحضور رئيس مراقبة وسائل الإعلام ، التابع لوكالة شؤون النشر،. . .

سبت, سبتمبر 19 2026 2:48 مساء
Background image

زيارة نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون النشرعن مرقد الإمام زاده يحيى بن زيد والمكتبة العامة 

أجرى نائب وزير الإعلام والثقافة لشؤون النشر، مهاجر فراهي، خلال زيارته إلى ولاية سربل، جولةً في مرقد الإمام زاده يحيى بن زيد الشهيد، والمكتبة العامة الواقعة في الموقع التاريخي، اطّلع. . .

BACK TO NEWS