د کونړ د رسنیو مسؤلینو او فرهنګیانو د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره ولیدل
د کونړ د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او یو شمېر فرهنګپالانو د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان د ټولنې د پوهاوي، ملي یووالي او د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې د رسنیو رول مهم وباله او ویې ویل: د کونړ او نورستان ولایتونو د رسنیو ترمنځ همغږي او ګډ کار کولای شي، چې د دواړو ولایتونو د پرمختګونو، فرهنګي فعالیتونو او ولسي ستونزو په انعکاس کې اغیزمن واوسي.
نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، چې له ټولو رسنیو او فرهنګي بنسټونو سره پوره همکاري وکړي، ترڅو د هېواد د پرمختګونو او د اسلامي نظام د لاسته راوړنو په اړه کره او پر وخت معلومات خلکو ته ورسول شي.
دغه راز د کونړ د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: رسنۍ د هېواد د فرهنګي او ټولنیز پرمختګ مهم بنسټونه دي. دوی د کونړ او نورستان ترمنځ د رسنیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دواړو ولایتونو رسنۍ به د ګډو فرهنګي او معلوماتي پروګرامونو د انعکاس لپاره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
په ناسته کې د رسنیو استازو او فرهنګیانو، ولسونو ته د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د لا ښه ورپیژندلو او د رسنیزو اړیکو د پراختیا په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق
