پکتیا کې د سیلانیانو لپاره نوې سیاحتي سیمه تشخیص شوه

wasim_admin
اثنين, مايو 25 2026 10:48 صباحا
..

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د سیلانیانو لپاره د (بهلول دانا) په نوم نوې تاریخي او تفریحي سیمه تشخیص او وپیژندل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري په مشرۍ یو پلاوي د دغې سیمې له طبیعي او تفریحي ځایونو څخه لیدنه وکړه، د دوی په وینا دغه سیمه د ښکلو منظرو، شنو غرونو او ارام چاپېریال له امله د سیلانیانو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
ښاغلي جوهري زیاته کړه، چې د بهلول دانا د ناستې ځای له پخوا راهیسې د خلکو ترمنځ په روایتي ډول مشهور دی او ګڼ شمېر خلک د طبیعي ښکلاوو لیدو لپاره دغې سیمې ته ورځي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي په یادو سیمو کې د سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته او د ګرځندوی سکتور لا پیاوړی کړي.
د پکتیا د ګرځندوی عمومي مدیر په وینا؛ د بهلول دانا سیمې ترڅنګ د ګردې څیړۍ ولسوالۍ (بیسوې) سیمه هم د سیلانیانو لپاره له غوره تفریحي او سیاحتي ځایونو څخه ګڼل کیږي، نوموړي د ګردیز ـ پټان لویې لارې د بیارغونې روانو چارو ته په اشارې سره وویل: اوسمهال د لارې د خرابوالي له امله سپینې شګې سیمې ته تګ او راتګ له ستونزو سره مخ دی او د سړک د رغونې چارو له بشپړېدو وروسته به په سپینه شګه سیمه کې د هوټلونو او نورو خدماتي اسانتیاوو د برابرولو چارې هم پیل شي.
ورته مهال د پکتیا د اطلاعاتو آمر وویل: په وروستیو کې پکتیا ته د کورنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی او د نویو تفریحي سیمو په تشخیص سره به د ګرځندوی سکتور لا پراختیا ومومي.
د یادونې وړ ده، چې پکتیا ولایت د یخ اقلیم، غرنیو سیمو او طبیعي ښکلاوو له امله هر کال ګڼ شمېر سیلانیان ځان ته راجلبوي.

۱۴۴۷/۱۲/۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

سبت, أكتوبر 10 2026 3:25 مساء
Background image

معاون وزير الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون يلتقي مسؤولة مشاريع اليونسكو

التقى معاون وزير الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، الشيخ عبد الرحمن طيبي، مسؤولة مشاريع منظمة الأمم المتحدة للتربية والعلم والثقافة (اليونسكو)، سارا ضيائي، وبحث معها سبل الحفاظ. . .

سبت, أكتوبر 10 2026 11:43 صباحا
Background image

عقد اجتماع تنسيقي مع صحفيي الولايات الشمالية في كابيسا

عُقد اجتماع تنسيقي في مديرية حصه أول كوهستان بولاية كابيسا، بالتعاون بين رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية كابيسا واتحاد الصحفيين الأفغان المستقلين، بمشاركة صحفيين من وسائل الإعلام. . .

سبت, أكتوبر 10 2026 9:34 صباحا
Background image

اجتماع مع مسؤولي المطابع ودور النشر لتعزيز تطبيق أحكام حقوق الطبع والنشر

عقد مولوي عبدالظاهر مخلص، مسؤول حقوق الطبع والنشر بوزارة الإعلام والثقافة، أمس، اجتماعًا في رئاسة الإعلام والثقافة بولاية ننجرهار، مع مسؤولي المطابع الحكومية والخاصة، ومراكز التصوير. . .

BACK TO NEWS