د خوست ټولو ولسوالیو کې د ځوانانو شوراګانې جوړېږي
د خوست اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر بېلابېلو( نادرشاه کوټ، شمل، دوه منده، سپېرې، اسماعیل خیلو او مندوزیو) ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له فعاله ځوانانو سره ناسته وکړه.
له دې سفر څخه موخه د ځوانانو منسجم کول او د ولايت مقام په همغږۍ ولسوالیو کې د ځوانانو شوراګانې جوړول دي، تر څو ځوانان د ټولنې په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.
په دې ناستو کې ځوانانو خپلې ستونزې او وړاندیزنه د ځوانانو چارو آمریت مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۷/۸/۱۳ هـ ق
