د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت د اغېزو په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ ګډونوال وستایل شول
نیمروز کې د اطلاعاتو او کلتور رياست او الرباط فرهنګي ادارې په همغږۍ د اطلاعاو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزو په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د سلګونو تنو مجاهدینو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او ۱۶ تنه مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو مادي او معنوي ډالیو وستایل شول.
مسؤلينو په شرعي نظام کې د اطاعت د ارزښت په اړ ه خبرې وکړې او ویې ویل: د اسلامي نظام د برياليتوب راز په پوره اطاعت کولو کې دی، ټول بايد تل د الله تعالی د خوږ پیغمبر(ﷺ) او د خپلو مشرانو پوره اطاعت وکړو.
دغه راز په غونډه کې ویناوالو د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت د اغېزو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د نظامونو د بریالیتوب راز په اطاعت کې دی او په اسلامي نظام کې اطاعت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، که اطاعت موجود وي اسلامي نظام به قایم او دایم وي.
۱۴۴۷/۶/۲۷ هـ ق
