د ( درس نامه روش تحقیق و پژوهش) کتاب مخکتنه وشوه

wasim_admin
خميس, أكتوبر 09 2025 1:01 مساء
..

پنجشنبه ( ۱۶ د ربيع الثاني ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رياست له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې د (درس نامه روش تحقیق و پژوهش) کتاب مخکتنه وشوه، چې پکې د خپرونو چارو معينيت معين ښاغلي مهاجر فراهي، د ياد معينيت نشراتي سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د عامه کتابتونونو رئيس دوکتور رفيع الله صميم، نورو رئيس صاحبانو، لیکوالانو، د پوهنتون استادانو او د رسنيو استازو ګډون کړی وو.
درس نامه روش تحقیق و پژوهش کتاب د هرات مېشتي لیکوال او استاد مولوي محمد يعقوب نورزايي ساماني له لوري لیکل شوی اثر دی، چې موضوع يې د څېړنې ميتودونه او تګلارې دي، په ۲۶۶ صفحو کې په روانه دري ژبه لیکل شوی دی.
د غونډې ګډونوالو ته د خپرونو چارو معين ښاغلي فراهي صاحب د خپلې وينا په ترڅ کې وويل: دا کتاب د معاصر وخت په يوه اړينه موضوع ليکل شوی دی، هېواد مو په هره برخه کې علمي څېړنو ته اړتیا لري، خپلې ژبې باید په علمي لحاظ سره غني کړو، د دې کتاب د لیکوال احساس د ستاينې وړ دی.
ښاغلي فراهي صاحب د هېواد له ټولو لیکوالانو څخه چې په هېواد کې دننه یا هم بهر کې استوګن دي وغوښتل، چې خپل لیکلي چاپ او ناچاپ آثار له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شريک کړي، تر څو لیکوالان وهڅول شي او د انسجام له لارې علمي هڅې لا نورې چټکې شي.
د عامه کتابتونونو رئيس دوکتور رفيع الله صميم وویل: په افغانستان کې د څېړنې په برخه کې د آثارو کمی محسوسېده، دا آثر د ديني او عصري علومو لپاره د څېړنې جامع اثر دی، چې د هرې برخې لپاره ځانګړي میتودونه معرفي کوي، په عامه کتابتون کې د افغان لیکوالانو لپاره ځانګړی ځای ټاکل شوی، چې د دوی آثار به پکې خوندي ساتل کېږي، د هېواد له ټولو لیکوالانو څخه مو هيله ده، چې خپل ليکلي آثار عامه کتابتون ته د ساتنې په موخه وسپاري، تر څو په راتلونکي کې يې آثار او نومونه ژوندي پاتې وي.
د غونډې په ترڅ کې د نورو لیکوالانو او د پوهنتون استادانو تر څنګ د کتاب ليکوال مولوي محمد یعقوب نورزايي ساماني هم د کتاب د موضوع د اهميت او ارزښت په اړه خپلې ويناوې او نظريات له ګډونوالو سره شريک کړل.

۱۴۰۴/۷/۱۷ هـ ل

تازه ترین اخبار

اثنين, أكتوبر 12 2026 3:32 مساء
Background image

إقامة جلسة لاستعراض كتاب «شهداء ليلة القدر»

أقامت رئاسة المكتبات العامة التابعة لمعاونية الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة جلسةً لاستعراض كتاب «شهداء ليلة القدر»، من تأليف القاري شمشاد حذيفة بريا، وذلك في قاعة المكتبات. . .

اثنين, أكتوبر 12 2026 2:43 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب بوزارة الإعلام والثقافة

 يوم الاثنين (٢٩ ربيع الآخر ١٤٤٨هـ)، عقدت لجنة تقييم الكتب بوزارة الإعلام والثقافة، اجتماعها الدوري بحضور أعضاء اللجنة.
واتخذ الاجتماع القرارات اللازمة بشأن عدد من الكتب، حيث مُنحت. . .

اثنين, أكتوبر 12 2026 12:04 مساء
Background image

وفد ثقافي أوزبكي يزور المعالم التاريخية في مديرية أندخوي بولاية فارياب

زار وفد ثقافي من جمهورية أوزبكستان عدداً من المعالم التاريخية في مديرية أندخوي بولاية فارياب، في إطار تعزيز العلاقات الثقافية بين البلدين والاطلاع على الموروث التاريخي والحضاري للمنطقة.. . .

BACK TO NEWS