د افغانستان فلم لومړنى ملي جشن «لاجورد» پاى ته ورسېد

مجهول (لم يتم التحقق)
ثلاثاء, ديسمبر 01 2020 9:56 صباحا
د افغانستان فلم لومړنى ملي جشن «لاجورد» پاى ته ورسېد

د افغانستان فلم لومړنى ملي جشن “لاجورد” د غوره څېرو په پېژندنې سره تېره شپه د روسيې د علم او فرهنګ په خونه کې پاى ته ورسېد.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه جشن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم رياست او د همکارو بنسټونو په نوښت ۱۰ ورځې وړاندې پرانیستل شو. په دغه جشن کې ۲۵ فلمونه چې ١٤ لوړ داستاني فلمونه او ١١ لنډ داستاني فلمونه په کې شامل دي؛ نوماند شول چې په پنځو برخو کې داورانو وارزول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير یاد جشن د سينما صنعت د غوړېدا لپاره يو فرصت وباله او ويې ويل چې په هېواد کې سينماګانو او فرهنګي مرکزونو ته جدي پاملرنه نه ده شوې.
هغه وويل چې افغانستان د نړۍ ډېرغمجن هېواد دى او د افغانستان فلم لومړنى ملي جشن “لاجورد ” ترسره کول د خوښيو او خوشحاليو د شريک کولو لپاره زمينه برابروي.
محمد طاهر زهير زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بنسټيز فرهنګي سياست په رڼا کې په تدبير سره، هلې ځلې کوي چې فرهنګ او سينما له دغه حالته وژغوري.
د روسیې د علم او فرهنګ خونې رييس دغه جشن يوه ستره فرهنګي پېښه وبلله او ويې ويل چې د فرهنګ او سينما وده او پراختيا کولاى شي په افغانستان کې جګړه پاى ته ورسوي.
د دغه جشن غوره فلمونو او کارکوونکو ته تنديسونه او ستاينليکونه ورکړل شول چې د جشن د مستندو فلمونو په برخه کې د “قندهار مستند” چې تمدن ټلويزيون برابر کړى دى ډېر ښه ټلويزيوني مستند فلم، د رعنا صادقي “سربازان بې صدا می میرند” د لوړ مستند لپاره غوره تحقيق، د “مرغ توفان فلم” غوره لوړ مستند فلم، د الکا سادات “قصه های شب افغانستان” د لوړ متن غوره تدوين، د ” ۳:۴۵ په تفریحي زنګ کې” لوړ مستند غوره غږ اخیستونکى امير حسين حسيني او د “شيخک اثر” غوره لنډ مستند وپېژندل شول.
د “سيبی از بهشت” فلم غوره لوړ داستاني فلم، د “حبيبه فلم” غوره لنډ داستاني فلم، “يوسف بره کي” د لوړ داستاني فلم غوره تصوير اخیستونکى، د “مرغ توفان” په فلم کې ظاهر هويدا او آرش هويدا غوره موسيقۍ متن، سيد باقر حسين د داستاني فلم غوره تدوين، قاسم رامش ګر د فلم غوره موسيقۍ، رشاد آرش د لوړ داستاني فلم غوره غږ اخیستونکى، نصير پژواک غوره چهره پرداز، جواد الفتي د صحنې غوره طراح، ايوب عمر د جامو غور طراح، سيد واقف حسيني ښه تصوير اخیستونکى، زبير فرهنګ ښه فلم نامه ليکونکى، همايون مروت د لوړ داستاني فلم غوره کارګردان، د حقيقي لاجورد په کارګردانۍ نوارونه د غوره انېمېشن په فلمونو کې او حسين نوري د “کارهای ممنوعه” په مستند کې د لاجورد فلم د لومړني ملي جشن غوره لوبغاړي انتخاب شول.
د لوبغاړو په برخه کې د ښځې په لومړي نقش کې ښه لوبغاړې لينا علم، د نارينه په لومړي نقش کې توفيق لايق غوره لوبغاړى او د ماشوم په نقش کې فرزانه نوابي غوره لوبغاړې وټاکل شوه.
په دې جشن کې يوشمېر سينماګرانو ته د دوى د خدمتونو په درناوي ستاينليکونه ورکړل شول.

کابل/ د ليندۍ ١١مه/ باختر

تازه ترین اخبار

سبت, يونيو 20 2026 2:35 مساء
Background image

نائب وزارة الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون يعود الأديب والباحث البارز الأستاذ محمد آصف صميم للاطمئنان على صحته

قام نائب وزارة الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، المولوي عتيق الله عزيزي، بزيارة الأديب والباحث والناقد المعروف الأستاذ محمد آصف صميم في منزله، للاطمئنان على صحته، وتقديرًا. . .

خميس, يونيو 18 2026 12:58 مساء
Background image

قيادات وزارة الإعلام والثقافة تعايد الأستاذ حبيب الله رفيع وتُشيد بإسهاماته العلمية والثقافية

قام عدد من كبار مسؤولي وزارة الإعلام والثقافة بزيارة الأديب والمؤرخ والباحث البارز الأستاذ حبيب الله رفيع في منزله، للاطمئنان على صحته، وتقديرًا لإسهاماته العلمية والثقافية، وتكريمًا له. . .

خميس, يونيو 18 2026 11:22 صباحا
Background image

افتتاح معرض فني وثقافي لمدة يومين تحت عنوان «وصال الفن»

افتتحت رئاسة معهد الفنون التابعة لوكالة شؤون الثقافة والفنون في وزارة الإعلام والثقافة معرضًا فنيًا وثقافيًا لمدة يومين تحت عنوان «وصال الفن»، وذلك في مديرية المعرض الوطني للفنون. . .

BACK TO NEWS